لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي د افغانستان په زلزله ځپلې سیمه کې د ژمي یخنۍ د یو لکو پورې ماشومان له خطر سره مخ کړي دي


ملګرو ملتونو د افغانستان په زلزله ځپلې غربي سیمه کې په زرګونو ماشومانو لپاره د مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

د اکتوبرپه میاشت کې د خونړۍ زلزلې له کبله اغیزمن شویو دغو ماشومانو ژوند ته د سختۍ یخنۍ نه خطر پیښ دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره جوړ شوي فنډ یونیسېف د ګل په ورځ د خبرداري پيغام خپور کړی دی. نزدې سل ورځې وړاندې زورورې زلزلې د افغانستان د غربت ښکار غربي ولایت هرات او خاوشا ولایتونه ځپلي وو.

واکمنه طالبانو او مرستندویه ادارو د اکتوبر دغه زلزله کې د مړو شوو خلکو شمیر تر زرو ښودلی وو چې پکې د ښځو او ماشومانو شمیر تر ټولو زیات وو، دغې کې ۲۱ زره کورونه نړیدلي وو، بی شمیره کورنیو خپل د ژوند اسانتیاوي د لاسه ورکړي وې او څاروي او فصلونه يي زیانمن شوي وو.

یونیسېف په جاري شوی پیغام کې لیکي، د هرات د زلزلې درې میاشتې شوي، زیاتره کورنۍ اوس هم په خیمو کې ژوند کوي یا د سختې یخنۍ پرته د خلاص اسمان لاندې اوسیږي.

بیانیه زیاتوي افغانستان د سختې یخنۍ سره مخ دی چې پکې د هرات زلزله ځپلې سیمې هم شاملې دي، دغې زلزلې د خلکو ژوند ته خطر پېښ کړی او د بیا ودانۍ کارونه په قلاره شوي دي.

د افغانستان لپاره د یونیسېف مشر فرین ایکویزا ویلي ماشومان لا هم د زیان او ذهني ناروغیو څخه د وتلو هڅې کوي. ښونځي او د صحت مرکزونه کوم چې ماشومانو پورې اړه لري، هغه دومره زیانمنه شوي چې د بیا رغونې نه وتلي یا مکمل تباه شوي دي.

ښاغلی ایکویزا زیاتوي د دې سربېره ورباندې سخته یخني راغله او د حرارت درجه د صفر نه ښکته تللې. ماشومان او کورنۍ يي د شپې په وخت بغیر د کورونو په خطرناکه حالت کې اوسیږي، د خیمو ګرمولو لپاره هیڅ چاره نه لري.

یونیسېف وايي دغه سیمې ته لمړۍ د مرستو رسولو سل ورځې وروسته د صحت مرکزونه د خیمو نه کنټینرو ته اړول شوي او په زرګونو ځپل شوو خلکو درملنه پکې شوې، چې ډیری يي ښځې او ماشومان دي.

د یونیسېف اداره په هرات کې نزدې ۱۹ زره خلکو ته د ټرکونو په لار صفا اوبه ورسولې او پلان لري چې په ژمي کې د ژوند مهمو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ورته نقدي پیسې ورکړي.

یونیسېف په زرګونو ماشومانو ته چې ډیری يي جینکۍ دي د اساسي زدکړو لپاره په لسګونو مرکزونه هم برابر کړي دي.

خو ښاغلي ایکویزا خبرداری ورکړی چې په زرګونو نور اوس هم مرستو ته اړتیا لري. دی وايي زلزله ځپلو ماشومانو ته چې مرستو ته اړتیا لري که چرې مونږ دغه ونه رسولې نو یونیسېف د ۹۶ زره ماشومانو د ژوند لپآره فکرمنده دی.

دی زیاتوي مونږ په جاري مرستو ډاډه یو چې ورسره نه د ماشومانو ژوندي پاتې کیدل دې ژمي کې یقیني کیږي بلکه د راتلونکو میاشتو او کلونو لپاره هم د ژوند کولو جوګه کیږي.

ملګري ملتونه وايي افغانستان کې د اوږدو جګړو له امله اغیزمنه شوي، د چاپيریال بدلیدونکي اثراتو او د ملک خراب اقتصادي وضیعت له کبله په ملیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري چې نیمۍ يي ماشومان دي.

د کال ۲۰۲۱ اګست په میاشته کې د طالبانو بیا واک ته د راتللو ورستو د امریکا په مشرۍ غربي ملکونو سمدستي نیمۍ د پرمختګ د کارونو لپاره مالي مرستې افغانستان ته وتړلې او د افغانستان بانکي نظام یوازې کړی شو.

دغه اخستل شوو ګامونو سره اقتصاد لوړو ژورو سره مخ شو چې له سببه يي بی روزګاري زیاته شوه او د بیا رغونې کارونه کمزوري شول.

ددې سره سره مرسته رسونکي وايي طالبانو د سخت دریځه اسلامي شریعت لاندې د ښځو په زدکړو او د کار ځایونوته په تګ بندیزونه ولګول او د مرستو په رسولو کې په ګرد هیواد کې مشکلات پیدا شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG