لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې د مارټين لوتر کېنګ جونیئر ورځ ولمانځلی شوه


د مارټین لوتر کېنګ جونيئر زوی، مارټین لوتر کېنګ درېیم، د خپلې ښځې او لور سره د خپل پلار مجسمې مخې ته د ګلانو ګېډۍ کېښوده
د مارټین لوتر کېنګ جونيئر زوی، مارټین لوتر کېنګ درېیم، د خپلې ښځې او لور سره د خپل پلار مجسمې مخې ته د ګلانو ګېډۍ کېښوده

امریکا کې د ګل/دوشنبې په ورځ د انساني حقونو د مخکښ مشر مارټين لوتر کېنګ جونيئر ورځ په ځانګړو دستورو، پرېډونو، د دعاګانو په غونډو، او رضاکاره محفلونو ولمانځل شوه.

په دې لړ کې صدر جو بایډن هم د فېلاډلفیا ښار د خوراکونو د وېشلو په یو غیرمنافع بخش تنظیم کې، رضاکاره خدمت وکړ او مڼې یې په خیراتي باکسونو کې ځای پرځای کړې. هغه همدا شان د یاد خیراتي تنظیم له کارکنانو سره خبرې اترې هم وکړې.

د صدر نایبه، کمالا هېرېس بیا په ساوټ کارولاینا کې خلک دې ته تشویق کړل چې د انصاف دپاره دې خپل آوازونه اوچت وساتي او په بنیادي آزادیو باندې د کېدونکو حملو په ضد دې غږ پورته کړي.

مېرمن هېرېس وویل: "زمونږ په ټول ملک کې ریاستونو ته پام وکړئ، انتهايي پسندان د رایې ورکولو په سپېڅلې آزادۍ حمله کوي. هغو داسې قوانین منظور کړي چې [د رایو لېږلو] باکسونه منعه کړي، د وخت نه مخکې رایې ورکول محدوده کړي، او غایبانه رایې هم محدوده کړي."

کاملا هېرېس پخپلو خبرو کې، د امریکا د شهري حقونو تاریخي مشر مارټین لوتر کېنګ یو داسې نظریاتي شخص وبللو چې "د راتلونکې په اړه داسې یو لیدلوری درلود چې پدې پوه و چې د نن ورځې زیار، د سبا ورځې د بوج سپکولو سبب ګرځي". هغې کېنګ د سبا ورځې د داسې یوه منتظم په توګه یاد کړ چې د عام اولس په سوچونو، زړونو او ګامونو کې یې حرکت او بدلون راووست.

ډېموکرېټه سنېټره مېګي حسن په نیوهمشېر ریاست کې د مارټين لوتر کېنګ ورځې په ویاړ د ناشتې په یوې دستورې کې وویل چې "د مارټین لوتر کېنګ د ژوند یو تر ټولو پایداره سبق دا دی چې په مونږ هر یو کې دا صلاحیت شته چې یو بدلون راولو."

هر کال د جنوري میاشتې درېیمه ګل/دوشنبې ورځ امریکا کې د مارټین لوتر کېنګ جونیئر ورځ لمانځلی کیږي. کېنګ په ۱۹۵۰مو او ۱۹۶۰مو کلونو کې په امریکا کې د عدم تشدد د مظاهرو انتظام کولو چې مقصد یې د تور پوټکو په وړاندې د تفریقي چلند ختمول او هغو ته د رایو د ورکولو حقونه یقیني کول و. هغه په کال ۱۹۶۸ کال کې په هدفي وژنه کې ووژل شو.

د ۱۹۶۳ کال په اګسټ میاشت کې مارټین لوترکېنګ جونیئر په واشنګټن ډي سي کې یوه مشهوره او تاریخي وینا وکړه چې د وینا نوم یې دی: "ما یو خوب لیدلی"
د ۱۹۶۳ کال په اګسټ میاشت کې مارټین لوترکېنګ جونیئر په واشنګټن ډي سي کې یوه مشهوره او تاریخي وینا وکړه چې د وینا نوم یې دی: "ما یو خوب لیدلی"

سږکال دا ورځ په هغې نېټې ولمانځلی شوه چې د مارټین لوتر کېنګ ۹۵یمې کلیزې سره مطابق وه. سږکال په امریکا کې د شهري حقونو د قانون منظوره کېدلو او کېنګ ته د نوبل د امن جایزې د ورکولو شپېته کاله پوره کیږي.

د جورجیا په سرښار اټلانټا کې هم په یو چرچ/کلیسا کې چېرته چې مارټین لوتر کېنګ جونیئر هلته پادري پاته شوی و، د ګل/دوشنبې په ورځ د هغه د یادونې دستوره جوړه شوې وه.

د کېنګ لور، بېرنیس کېنګ هغې دستورې ته وویل چې د نوموړې د پلار د عدم تشدد میراث، نړۍ ته دا سبق ورکړ چې "مونږ کولی شو بې انصافۍ او جهالت ته ماتې ورکړو، او خلکو نه بازخواست وکړو، بغیر د دې چې هغوی تباه کړو."

د امریکا په سرښار واشنګټن ډي سي کې هم دستوره جوړه شوې وه او په کې د مارټین لوتر کېنګ جونیئر زوی، مارټین لوتر کېنګ دریم، د خپل پلار د مجسمې مخې ته د ګلو ګېډۍ کېښوده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG