د پاکستان حکومت د راتلونکو پنځلسو (۱۵) ورځو لپاره د پټرولو نرخ کې د یو لیټر په سر د اتو روپو د کمي اعلان کړی دی.
د خزانې د وزارت له لوري د خپرې شوې اعلامیې له مخې د یو لیټر پټرولو نرخ کې د اتو روپو له کمې وروسته اوس د یو لیټر پټرولو بیه ۲۵۹.۳۴ روپۍ ټاکل شوې ده.
پاکستان کې د پټرولو نرخ په نړیوال مارکیټ کې د تېلو د بیعو غورځېدو له امله راکم کړل شوی دی خو د هایي سپیډ ډیزلو، د خاورو تېلو اؤ لایټ ډیزلو بیې بیا پخپل ځای ساتل شوي اؤ هیڅ رد و بدل په کې نه دی راوستل شوی.
د خزانې وزارت ویلي چې هایي سپیډ ډیزل به پخپل زاړه نرخ ۲۷۶.۲۱ روپۍ لیټر خرڅېږي.
تر دې وړاندې د دسمبر په نیمایي کې حکومت د پټرولو، ډيزلو او د خاورو تېلو بیعې ارزانې کړې وې اؤ يو ليټر پټرول ۱۴ روپۍ، يو لیټر ډيزل ۱۳.۵۰، د خاورو تېل ۱۰.۱۴ او لايټ ډيزل ۱۱.۲۹ روپۍ ارزان کړی شوي وؤ.
د خیبر پښتونخوا د پټرولیم ایسوسيشن مشر ګل نواز اپریدي ډیوه ته ویلي یو کال وړاندې د پټرولو بیې د ۱۰۰ روپۍ لیټر نه کمې وې خو بیا په نزدې وختونو کې ددې بیې ۳۳۰ روپۍ ته وختلې اؤ د پټرولو بیو کې چې د کله نه دغه اضافه شوې وه له هغې راپدیخوا اوس پاکستان کې د پټرولیم مصنوعاتو خرڅېدل ۷۰ فیصده کم شوي دي.
د روانې میاشتې په پېل کې د پاکستان د شماریاتو ادارې پخپل رپورټ کې ویلي وؤ د روان مالي کال په شپږو میاشتو کې د پټرولیم مصنوعاتو خرڅېدل پنځلس فیصده (٪۱۵) کم شوي او د تیر کال هم په دې موده کې دا اندازه له نهه ملينه ټنه نه ۷.۶ ملينه ټنه ته راکوز شوې وه.
اقتصادپوهان وایي له کله نه چې په ملک کې د پټرولیم مصنوعاتو بیعې زیاتې شوې دي خلکو یې استعمال کم کړی او د شخصي ګاډو په ځای په کاروباري ګاډو کې سفر کوي.
پوهان وایي په مجموعي توګه په پاکستان کې غربت زیات شوی او د خلکو قوت خرید کم شوی دی چې له وجې یې د توانايي په استعمال کې هم کمی راغلی دی.
Forum