لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران وایي د عراق او شام په شمالي علاقو یې د بالسټیکي میزائیلو حملې کړې دي


د عراق د کردستان خودمختاره سیمې په سرښار اربیل کې د امریکا قونصلګرۍ ته نږدې د ګل/دوشنبې په ماښام د میزائیلو چاودنې وشوې او د هغه نه سمدستي وروسته، ایران اعلان وکړ چې په عراق کې یې ځیني اهداف په نښه کړي دي.

د عراق د کردستان انتظامیې سیکوریټي کونسل په یو بیان کې ویلي چې په دې حملو کې څلور (۴) اولسي خلک وژل شوي او شپږ (۶) نور زخمیان شوي دي.

د ایران انقلابي دستې – سپاه پاسداران – ویلي دي چې په دې حملو کې یې "د جاسوسۍ مرکزونه او د ایران ضد ترهګرو ډلو اجلاسونه" په نښه کړي دي.

د عراق یو امنیتي افسر ویلي چې په اربیل باندې د څو بالسټیکي میزائیلو حمله شوې ده، خو هغه نور تفصیل ورنکړ. په عراق کې د ایران د حمایت لاندې عراقي ملېشو یو چارواکي ویلي چې د امریکا قونصلګرۍ ته نږدې لس (۱۰) میزائیله راغورځېدلي چې د ایران د سپاه پاسداران ځواک لخوا داغل شوي و. دغو دواړو چارواکو وغوښتل چې نوم یې په خبر کې پټ وساتل شي.

د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي، چې هغه هم د خپل نوم پټ ساتلو په شرط اېسوشیټډ پرس سره خبرې کړي، ویلي دي چې امریکا د عراق او شام په شمالي علاقو کې د دغو میزائیلو د راتګ لارې څارلي او په دې بریدونو کې د امریکا هیڅ تنصیباتو باندې حمله نده شوې او نقصان ندی ور رسېدلی.

د عراق د پارلېمان یو پخواني ممبر، مشان الجبوري په اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي دي چې د میزائیلو په دې حمله کې یو مشهوره ځایي تاجر او د جایدادونو او امنیتي کمپنیو کاروباري، پیشرو دیزایي او د کورنۍ غړي یې وژل شوي دي. الجبوري زیاته کړې چې میزائیلونه د هغه کور څنګ ته د پېشرو دیزایي به بنګلې راغورځېدلي دي.

نورو سیمه ییزو سیاستمدارانو هم د پیشرو دیزایي د مرګ خبر تصدیق کړ.

د ایران انقلابي دستې – سپاه پاسداران – په سرکاري مېډیا باندې دوه جدا بیانونه خپاره کړل او هغه کې یې ویلي چې په عراق او شام کې یې حملې کړې دي.

په اول بیان کې سپاه پاسداران دعوه کړې چې په شام کې یې د داعش د مرکزونو په شمول، په "ترهګرو عملیاتونو" حمله کړې او "د یو شمير بالسټيک میزائیلو په داغلو سره یې هغوی تباه کړي دي."

په دویم بیان کې، د ایران انقلابي دستې دعوه کړې چې د عراق په کردستان علاقه کې یې د اسرائیل د استخباراتي ادارې – موساد – یو مرکز ویشتلی دی.

د روانې جنوري میاشتې په اوایلو کې د داعش تندلارې ډلې دعوه وکړه چې په کرمان ښار کې د جنرال قاسم سلیماني د تلین په دستوره کې دوه ځانمرګې چاودنې د دوی کار و. په هغو چاودنو کې لږ تر لږه څلور اتیا (۸۴) تنان ووژل شول او دوه سوه څلور اتیا (۲۸۴) نور زخمیان شول. قاسم سلېماني په کال ۲۰۲۰ کې د امریکا په یوه ډرون حمله کې په بغداد کې وژلی شوی و.

ایران تېره میاشت په اسرائيل تور ولګولو چې د شام د پایتخت دمشق په مضافاتو کې یې ایرانی جګپوړی جنرال، سید رضي موسوي په یوه فضایي حمله کې ووژلو.

ایران په داسې وخت کې د عراق او شام په شمالي سیمو د بالسټیک میزائیلو تازه حملې کړې چې په غزه کې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د جګړې په ترڅ کې، په منځني ختیځ کې د جنګ د پراخېدو وېرې زیاتې شوې دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG