د ایران یوې محکمې د ۲۰۲۳ کال د نوبل جایزې ګټونکې د بشري حقونو فعالې نرګس محمدي ته د زندان تر شا د پروپیګنډې خورولو په تور د یو کال نه د زیاتې مودې د نور بند سزا اورولې ده.
د اې ایف پي خبري شبکې له مخې د نرګس محمدي د کورنۍ له لوري خپور کړل شوي بیان کې ویل شوي دي چې د ریوولیوشنري عدالت د یوې مقدمې له اورېدنې وروسته هغې ته د ۱۵ میاشتو د نور بند سزا اورولې ده اؤ وایي نرګس محمدي له دغې اوریدنې بایکاټ یا پرېکون کړی ؤ.
محمکې هغې ته د تهران نه بهر د دوؤ کالو د جلا وطنۍ تېرولو، تر دوؤ کالو د سفري بندیز اؤ د سمارټ فون د نه استعمالولو امر هم کړی دی چې دا بندیزونه به د هغې له خوشې کېدو وروسته په هغې پځای کیږي.
د نرګس محمدي کورنۍ ویلي دي چې د مارچ ۲۰۲۱ نه راپدیخوا دا سزا په پنځم ځل هغې ته اورول شوې ده.
د هغې په سزا ګانو کې اوس د ۱۲ کالو اؤ دریوؤ میاشتو بند، ۱۵۴ کوړې یا درې، د دوؤ کالو جلا وطني اؤ بیلابیل ټولنیز اؤ سیاسي بندیزونه شامل دي.
کورنۍ یې د سیاسي بیان سره د مشابهت لرونکې د هغه فیصلې غندنه کړې کړې چې پکې په نوموړې تورونه لګول شوي چې هغه پرله پسې د هغه ولسي اؤ انفرادي رائ ډاډګیرنه کوي چې د اسلامي حکومت پرضد وي اؤ مقصد یې اړی ګړی اؤ تاؤ تریخوالی خورول دي.
د نرګس محمدي کورنۍ تېر کال دسمبر کې په اوسلو کې د هغې په استازیتوب د ۲۰۲۳م کال نوبیل جایزه قبوله کړې وه اؤ دا جایزه نرګس محمدي ته ایران کې د بشري حقونو لپاره د هغې د فعالیتونو د اعتراف په توګه ورکړل شوې وه.
۵۱ کلنې نرګس محمدي د تېرو دوؤ لسیزو زیاتره موده د زندان دننه اؤ بهر تېره کړې ده اؤ نوموړې د خپلې اوسنۍ سزا شپې ورځې د نومبر ۲۰۲۱م راهسې پېل کړي دي
محمدي په ایران کې د بشري حقونو د دفاع کونکي مرکز مرستیاله مشره ده او د مرګ د سزا د له منځه وړلو پرضد یې کمپاین کاوه.
په ایران کې تر ټولو وروستیو لاریونونو کې هغې له ایون زندان څخه په یو لېږلي لیک کې له ملګروملتونو څخه غوښتي وؤ چې لاریون کوونکو ته د مرګ د سزا ورکولو څخه دې ایران ودروي.
له ښځو سره د ناسم چلند په وړاندې په ایران کې په تېرکال په ترسره شوؤ دغو لاریونونو کې په لکونو خلکو برخه اخیستې وه اؤ دا په ایران کې د حکومت پرضد د ۱۹۷۹ کال راهیسې تر ټولو لویې سیاسي مظاهرې وې.
دغه لاریونونه د ایران له پولیسو سره د ۲۲ کلنې مهسا امیني له مړینې وروسته راوتلي وؤ.
په سپټمبر کې هغې په نیویارک ټایمز باندې خپل نظر شریک کړی و. هغې لیکلي وو، "هغه څه چې حکومت پرې ښايي پوهه نه شي هغه دا دي څومره چې دوی مونږ بندیان کړي نو په هغې اندازه به مونږ نور ځواکمن کېږو".
Forum