لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آیووا کې د رېپبلېکن پارټۍ په انتخابي غونډو کې، ټرمپ کامیاب بلل شوی دی


د ګل/دوشنبې په ماښام د امریکا په آیووا ریاست کې د رېپبلېکن پارټۍ انتخابي غونډې یا کاکسونه جوړشول چې د غیرحتمي نتایجو ترمخه، ډونالډ ټرمپ په کې کامیابه بلل شوی دی.

دا د ريپبلېکن ګوند ترمنځ د صدارتي کاندید د معلومولو دپاره انتخابات دي چې اول د آیووا ریاست نه شروع شول او ورپسې به د امریکا په نورو ریاستونو کې هم د رېپبلېکن کاندیدانو ترمنځ سیالۍ وشي او آخره کې چې هرڅوک کامیاب شي، هغه کولی شي د پارټۍ لخوا عامو صدارتي انتخاباتو کې کاندید شي او سږ کال نوامبر میاشت کې د ډېموکرېټ کاندید سره مقابله وکړي.

د امریکا په وخت چې د ګل/دوشنبې ورځې تر ماخوستن یوولسو بجو پنځه اتیا فیصده (٪۸۵) رایې حساب کړی شوې وې، نو د سي اېن اېن خبري رسنۍ ترمخه، ټرمپ د څه دپاسه پنځوس زره رایو او د اوولسو (۱۷) انتخابي استازو په ګټلو، تر ټولو مخ ته و، او ورپسې ران ډې سانټېس د څه دپاسه شل زره رایو او صرف پنځو (۵) انتخابي استازو په ګټلو دویم، او بیا نېکي هېلي د قریب نولس زره رایو او هم صرف پنځو (۵) انتخابي استازو په ګټلو درېیم کتار کې راغلل. یو بل امیدوار، وېوېک راماسوامي قریب اته زره رایو او صرف یو انتخابي استازي په ګټلو څلورم ګڼل شوی دی.

دا نتایج حتمي ندي، او د نورو رایو په شمېرلو به آخري نتایج ممکن یو څه بدل شي، مګر ټرمپ د نورو امیدوارانو نه دومره زیاتې رایې ګټلي چې کامیابي یې په آیووا ریاست کې قریب یقیني ده.

آیووا ریاست کې دا انتخابي غونډې، چې کاکس Caucus یادیږي، په داسې ورځ وشوې چې هلته کې د یخنۍ ډېره سخته چپه راغلې او د پخواني صدر ډونالډ ټرمپ پلویان د دې یخنۍ باوجود په سکولونو، چرچونو، او کمیونیټي سنټرونو کې راغونډ شول او کاکس غونډو کې یې هغه ته رایه ورکړه.

په دې ګوندي انتخابونو کې د فلوریډا ګورنر ران ډې سانټېس او د ملګرو ملتونو دپاره د امریکا پخوانۍ سفیرې نېکي هېلي د ټرمپ نه پس په دویم مقام باندې سره سیالي کوله.

په آینده هفتو او میاشتو کې به د امریکا په نورو ریاستونو کې هم د رېپبلېکن ګوند د صدارتي امیدوارانو ترمنځ سیالي ترسره شي. بیا په جولائی او اګسټ کې به د رېپبلېکن او ډېموکرېټ ګوندونو جدا جدا کنوېنشنونه جوړ شي کوم کې چې دغه دوه ګوندونه د عامو صدارتي انتخاباتو دپاره خپل خپل کاندیدان اعلانوي.

اکثره نظرپوښتنې او سیاسي څېړونکي دا څرګندوي چې آخره کې به د صدارتي عهدې په سر، عامو انتخاباتو کې د اووه اویا (۷۷) کلن ډونالډ ټرمپ او یو اتیا (۸۱) کلن صدر جو بایډن ترمنځ مقابله وشي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG