لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: په ځايي مشر چاودنه کې درې کسان ژوبل شوي


له افغانستان سره په پوله د کوز جنوبي وزيرستان بيرمل تحصیل کې د یو ځايي مشر په ګاډي چاودنه شوې، ځايي مشر، د هغه ورور او زوی یې پکې ژوبل شوي دي.

پولیس وايي دا پېښه نن سهار د بیرمل تحصیل په توره ګوله سیمه کې شوې ده، او د یو ځايي مشر ملک ریز محمد ګاډي ته نیزدې چاودنه شوې ده.

د اعظم ورسک تاڼې چارواکي وايي د چاودنې وروسته د پېښې ځای ته رسېدلي او ژوبل کسان یې د واڼه روغتون ته رسولي دي.

د پولیسو په وینا په ژوبل کسانو کې ملک ریز محمد د هغه ورور او زوی شامل دي چې حالت یې د خطرې نه بهر دی.

د پولیسو وینا په نخښه شوو کسانو پولیس ته ویلي چا سره شخصي دوښمني نه لري په چا یې دعویداري نه ده کړې او پولیسو پلټنې پیل کړي دي.

تر دې مهاله د چاودنې زمه واري چا نه ده منلې.

خو ځایي خلک او حکومتي چارواکي وايي ملک ریز محمد د هغو کسانو نه شمارل کیږي چې په کال 2007م کې یې د ازبک خارجیانو پرضد لښکر جوړ کړی او د سختې جګړې وروسته ازبک جنګیالي د واڼه نه ایستلي وو.

د افغانستان سره په پوله پرتو جنوبي او شمالي وزیرستان او ورسره څنګ پرتو نورو برخو کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

د تېرې میاشتې دسمبر په 21مه نېټه د شپې ناوخته په کوز جنوبي وزيرستان کې نامالومو وسله والو د يوې پوليس تاڼې په جوړونکو مزدورانو ډزې کړي، پينځه مزدوران پکې وژل شوي او يو بل سخت ژوبل شوی وو.

د پاکستان نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د تېر زیارت- پنجشنبې په ورځ پېښور کې د پوليسو يوې دستورې ته په وينا کې ويلي وو".

څيړونکي وایي پاکستاني پوځ او حکومت تر دې وړاندې هم وخت په وخت دعوې کړي چې د ترهګرو ملا یې ماته کړې ده خو له دغو دعوو وروسته اکثره بیا ترهګر په نور قوت سره راپورته شوي او په پوځ او امنیتي ادارو یې خپل بریدونه لا پسې چټک کړي دي.

پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو نظر ساتونکې څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکورټي سټډیز (پيکس) ويلي پاکستان کې په کال 2023م د ترهګرۍ په پيښو کې 69 فيصدي اضافه ليدل شوې او د ترهګرۍ په نتيجه کې د خلکو د وژنو شرحه تر81 فيصدي پورې لوړه شوې ده.

ويل شوي د ناامنۍ زياتې پېښې په خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې شوې وې.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG