لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حوثي یاغیانو د یمن ساحل ته نیژدې په عدن خلیج کې پر امریکایي بېړۍ برید کړی


د امریکې پوځ وايي حوثي یاغیانو د یمن ساحل ته نیژدې د عدن په خلج کې د یوې امریکايي کمپنۍ په باروړونکې بېړۍ باندې د میزایل حمله کړې ده. حوثي یاغیانو د برید ذمه واري منلې ده او دې برید ټول منځني ختیځ ته د شخړې د خپرېدو اندېښنه زیاته کړې ده.

په منځني ختیځ کې د امریکې د پوځ مرکزي کمانډ سېنټکام وايي، پر دې بېړۍ د مارشل ټاپوګانو بیرغ رپېده او د میزایل د لګېدو په نتیجه کې اور پرې لګېدلی خو وایي مرګ ژوبله یې نه ده اړولې او خپل سفر ته دوام ورکوي.

سېنټکام د دوشنبې- ګل په ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې ایران پلوو حوثي وسلوالو دا بېړۍ په یمن کې تر خپلې ولکې لاندې سیمو څخه د کښتیو ضد یو بېلسټیک میزایل په وسیله په نخښه کړې ده.

حوثي یاغیانو تر اوسه په دې اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې خو پوځي څانګې یې او د یمن د حکومت یوې سرچینې فرانس پریس خبري ایجنسۍ ته ویلي پرون دې ډلې درې میزایل ویشتلي دي.

د حوثیانو د پوځ ویاند بریګېډیر جنرل یحیی سري د دوشنبې- ګل په شپه په یوه ټیلیویژني وینا کې د برید ذمه واري منلې ده. هغه ویلي:

"د یمن وسلوال ځواکونه د امریکې او برتانیې هغه ټولې سمندري او جنګي بېړۍ د دښمنانو هدفونه ګڼي چې زموږ پر هېواد باندې په یرغل کې برخه اخلي".

د امبرې په نوم د برتانیې د سمندري تجارت د امنیت ادارې له تفصیل ورکولو پرته ویلي، "بیړۍ له پورته په میزایل ویشتل شوې ده" او وایي دا برید په یمن کې د حوثيانو پر پوځي هدفونو د امریکا د بریدونو په جواب کې د امریکا ګټې په نښه کوي"، خو دا بېړۍ "په اسرائیل پورې تړلې نه ده."

تر دې یوه ورځ وړاندې د امریکا پوځ ویلي وو چې ځواکونو یې په سر سمندر کې پر خپله یوه ستره جنګي بیړۍ باندې د حوثي یاغیانو ور ویشتل شوی کروز میزایل شنډ کړی دی.

له څو اوونۍ په سره سمندر کې د حوثیانو د بریدونو په غبرګون کې د تېرې جمعې په ورځ امریکا او برتانیا د یمن په هغو څو سیمو کې هوايي حملې وکړې چې د یاغیانو تر ولکې لاندې دي.

د حوثیانو میزایلي حملو او پر یمن د امریکې او برتانیې بمبارۍ دا ویره پیدا کړې ده چې په غزه کې روانه جګړه ټولې سیمې ته خوره شي، ځکه چې حوثي یاغیان وايي په سره سمندر کې د دوی د حملو هدف د غزې له خلکو سره خواخوږي ده.

د نړۍ د تجارتي بېړیو شاوخوا 12 فیصده د یمن او جیبوټي تر منځ په سره سمندر له پراته تنګي تېرېږي او وروستیو حملو د دغو بېړیو تګ راتګ اغېزمن کړی دی.

امریکا تېره میاشت یو امنیتي پلان اعلان کړ چې هدف یې د سره سمندر په دې برخه کې د کښتیو د تګ راتګ امنیت ټینګول بلل شوي دي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې ایف پي او اې پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG