لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تورخم پولې بندېدو نن پینځمه شپه ده، د پاکستاني او طالب چارواکو خبرو نتیجه ور نه کړه


د پاکستان او د افغانستان تر منځ لويه تجارتي لاره تورخم د تېرو څلورو ورځو راهیسې د مال وړونکو ګاډو دپاره تړلې ده او د لارې خلاصېدو لپاره د پاکستان او د طالبانو د چارواکو غونډه بې نتیجې ختمه شوې ده.

له تېرو شاوخوا درو میاشتو راهیسې چې په چمن کې د ویزې او پاسپورټ د شرط خلاف احتجاجي پرلت روان دی، د هغه په نتیجه کې هم ځایي تاجرانو چمن پوله بنده کړې ده چې له کبله یې د دواړو هېوادونو تجارت سخت اغېزمن شوی دی.

د ويزې شرايطو رامخې ته کېدو وروسته د پولې بندېدو په موضوع د جنورۍ په 15مه تورخم کې د پاکستان د ملېشې او کسټم چارواکو د افغانستان د طالب چارواکو سره دوه اړخیزه غونډه شوې ده خو کومه نتیجه یې نه ده ورکړې.

طالب چارواکو په غونډه کې ګيله کړې ده چې د پاکستان حکومت دوی ته د ډرېورانو د ويزې پاليسي په اړه پېشګي اطلاع نه وه ورکړې خو پاکستاني چارواکو دغه دعوه رد کړې او وایي څو مياشتې وړاندې په دې اړه خبرداری ورکړی شوی وو.

د پاکستان حکومت له لوري د ټرانسپوټرانو دپاره د وزيرې نوي شرايطو عملي کېدو وروسته د لارو ډرايورانو ته بغير د ويزې او قانوني اسنادو د تګ راتګ اجازه نه ورکول کيږي.

د پاکستان حکومت د تېر زيارت- پنجشنبې د ورځې نه د ويزې پالیسي اعلان کړې ده او د جمعې د شپې ناخته نه پرې عمل درامد شورو شوی دی.

د تجارتي لارې بندېدو له سببه د پاکستان اړخ ته د جمرود نه تر تورخم پولې پورې د سړک دواړو اړخونو ته د زرګونو په شمېر کې د بار ډکې لارۍ ولاړې دي.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې د علي مسجد نه وړاندې کټه کشته سیمه کې خپل ګاډي ته ولاړ سحر محمد نومي ډرايور- چې د ننګرهار سره تړاو لري- وويل په لارۍ کې یې 56 ټنه مال بار دی او پینځمه شپه یې ده چې ولاړ دي:

"يخني ده په غره کې ولاړ يو، نه اوبه شته، نه موبايل کار کوي، د کراچۍ نه راغلي يو شږ شپې مو په لار کې وشوې، مونږ کوم پلو لاړ شو. زه چې کراچۍ نه راوتلم ما سره شپېته زره روپۍ وې، اوس ما سره پینځلس زره روپۍ پاتې دي".

نوموړي وويل د پاکستان حکومت ويزه لازمي کړې ده، خو وایي له دوی سره د کروړونو روپیو ګاډي دي "تر دې نور لوی د اعتبار ثبوت څه کېدی شي، مونږ کاروبار کوونکي يو بايد دواړه حکومتونه مونږ ته اساني برابره کړي نه چې خنډان".

د پاکستان نه افغانستان ته په دې ورځو کې تازه مېوې لکه کېله، کېنو او مالټې روانې دي او له دې سره سره غله، نور خوراکي توکي او د سېمټو ترڅنګ درنه مشینري او د ټرانزټ مالونه روان دي.

ډرايوران وایي د څلورو ورځو د لارې بندېدو له امله يې تازه مېوې او سبزۍ خرابې شولې او درانه زيانونه ور واوښتل.

پاکستاني چارواکي وایي په قانوني اسنادو په تجارتي پولو د نوي نظام مقصد د سمګلنګ مخنیوی کول دي.

وي او اې ډېوه سره د نهې- سه شنبې په سحر خبرو کې د پاک افغان کډ سوداګريز تنظيم مرستيال صدر ضياالحق سرحدي وويل، د پولې بنديز په اړه تجاران ډېر انديښن دي.

سرحدي وایي په دې موضوع یې په پېښور کې د اعلي کسټم چارواکو او بيا وروسته د صوبې له وزیراعلی سره ليدلي دي او غوښتنه يې ترې کړې ده چې د مرکزي حکومت سره دې په دې اړه باوري خبرې وکړي.

دا ړومبی ځل نه دی چې د پاکستان او افغانستان تر منځ تجارتي لاره تورخم تړلې پرته ده، پروسږ کال هم دغه لاره څلور واره د بېلابېلو کشالو له سببه بنده شوې وه او تجارانو ته درانه مالي زيانونه اوښتي وو.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې په قبايلي ضلع کورمه کې خبريال علي افضل افضال او د شمالي وزيرستان مشر صحافي حاجي مجتبی ويلي دي چې د خرلاچي او غلام خان په لاره هم بغير د ويزو ډرايورانو ته د تګ اجازه نه ورکول کيږي، خو وایي د عامو خلکو د تګ راتګ لړۍ روانه ده.

د تورخم په پوله ايسار ډرايوران وایي بايد د اسلام باد او کابل طالب چارواکي د سوداګرو ګاډو دپاره اساني پیدا کړي او تورخم پوله ډرايورانو ته ويزې ورکولو پروسه شورو کړي.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG