امریکایي سینیټ غزې کې د اسرایلي پوځ د عملیاتو د پلټنو په اړه وړاندې شوی قرارداد رد کړی دی .
دغه قرارداد چې تېره میاشت سینیټر برني سینډرز وړاندې کړی ؤ، پکې غوښتنه شوې وه چې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت باید غزې د بشري حقونو د غړونو اؤ د اسرایل د پوځي مهم پلټنې وکړي اؤ هم دې دا پلټنې وکړل شي چې غزې کې اسرایل په نړیوالو قوانینو څومره عمل کړی دی.
په قرارداد له رایې ورکول کېدو نه وړاندې امریکایي سینیټر برني سینډرز غزې کې د اسرایلي ځواکونو حملې د روانې پېړۍ تر ټولو ناوړه بریدونه بللي دي.
وروسته چې کله په دې قرارداد رایې ورکړل شوې نو د امریکایي سینیټ په 100 کې 72 سینیټرانو یې په مخالفت اؤ 11 یې په حق کې خپلې رایې ورکړې.
په قرارداد له رایې ورکول کېدو وړاندې سینیټر برني سینډرز خپله وینا کې وویل موږ باید دا خبره باوري کړو چې امریکایي مرستې د انساني حقونو اؤ زمونږ د خپلو قوانینو مطابق وکارول شي.
وسله والې ډلې حماس په اووم اکتوبر په اسرایل حمله کړې وه چې پکې لږ تر لږه 1200 کسان وژل شوي وؤ اؤ تر 250 پورې کسان د حماس لخوا یرغمال نیول شوي وو.
د دغه حملې نه وروسته اسرایل په غزه کې په حماس جوابي بریدونه پېل کړې دي اؤ د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت د نهې، سه شنبې، په ورځ ویلي په دې بریدونو کې تر اوسه د وژل شویو کسانو شمېره 24285 ته رسېدلې ده او 60000 نور کسان زخمیان دي.
وزارت د وژل شویو کسانو په شمېره کې دا تفریق نه کوي چې په دې کې څومره وسله او او څومره ملکي کسان دي.
د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیوګوټېرېس د ګل، دوشنبې، په ورځ د انساني خوا خوږۍ په بنیاد د سمدستي ډز بندۍ غوښتنه تکرار کړه. هغه وویل د ډز بندۍ له امله به فلسطینیانو ته د امداد په رسولو او د یرغمالانو په ازادولو کې مرسته وشي.
د نومبر په میاشت کې په جنګ کې د عارضي وقفې په مهال فلسطیني وسله والو د 100 نه زیات یرغمالان او اسرایل 240 فلسطینیان د قېد نه ازاد کړل اؤ د امریکې د سپینې مانۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي تېره ورځ رسنیو ته وویل چې د قطر په منځکړتوب د نورو یرغمل شوؤ وګړو د خوشې کیدو هیله هم شته.
Forum