د ټي ټویڼټي د پینځوؤ لوبو د لړۍ په دریمه کې هم نیوزیلینډ په پرله پسې ډول پاکستان ته ماتې ورکړه اؤ د لوبو په دغه لړۍ کې یې ځان فاتح ثابت کړو.
د نیوزیلینډ په ډنیډین ښار کې د ترسره شوې دې دریمې سیالۍ پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.
نیوزیلینډ په ټاکلو 20 اوورونو کې د اوو لوبغاړو په تاوان 224 منډې جوړې کړې.
د نیوزیلینډ بېټسمن فن الن په 62 بالونو د 16 شپږیزو او پینځوؤ څلوریزو په مرسته137منډې جوړې کړې، ټم سیفرټ31 او ګلین فیلیپس19 منډې جوړې کړې.
د پاکستان له لوري حارث رؤف خپلو څلورو اورونو کې د60 منډو په ورکولو سره 2 وېکټې واخیستې، کپتان شاهین اپریدي، زمان خان، محمد نواز او محمد وسیم یوه یوه وېکټه واخیسته.
دپاکستان لوبډلې د 225 منډو د هدف په تعقیب کې په شل اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو یوازې179منډې جوړې کړې.
بابر اعظم 58 منډې وکړې، له دې علاوه محمد رضوان 24، صایم ایوب10، فخر زمان 19، اعظم خان10، افتخار احمد یوه او محمد نواز 28 منډې وکړې.
کپتان شاهین شاه اپریدي 16 او وسیم جونیر یوه منډه جوړه کړه
Forum