امریکې هيله څرګند کړې د قطر د لارې خبرو کې د اسرايل او حماس ترمنځ جنګ بندي د يرغمل شوو دپاره د نوي تړون سبب جوړېدی شي.
د امریکې د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د نهې- سه شنبې په ماښام په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو سره په خبرو کې ویلي، د جنګ بندۍ په حواله په عامه توګه څه نه شي ویلی خو خبرې روانې دي. هغه ويلي،"مونږ هيله لرو نتيجه به یې مخې ته راځي او زر به یې ووينو".
د اسرايل او حماس په جګړه کې د نومبر په میاشت کې په عارضي جنګ بندۍ کې د 100 پورې يرغماليان خوشي شوي وو، په اووم اکتوبر حماس په اسرايل حمله کړې د اسرايل په وينا 1200 کسان یې وژلي او 240 يې يرغمل کړي وو.
ويل کیږي اوس هم 132 يرغمل شوي کسان په غزه کې د حماس په ولقه کې دي او خواوشا 24 يرغماليان په جګړه کې وژل شوي دي.
د اسرايل او حماس جګړه چې د 100 ورځو نه سېوا شوې، د نهې- سه شنبې په ورځ د اسرايل ټېنکونه بيا د غزې په شمال کې ورغلي د چرته نه چې دوی يوه اوونۍ وړاندې بيرته ستانه شوي وو.
د رپورټونو ترمخه د شپې په مهال د اسرايل او غزې په پوله د ډزو اوازونه اورېدل شوي او د اسرايل آيرن ډوم دفاعي نظام د پولې د پورې غاړې د توندلارو راکټې راغورځولي دي، ويل کيږي د توندلارو لخوا د راکټو توغول د دوی د توان څرګندونه کوي چې په ځای یې ساتلی.
اسرايل ويلي، ځواکونو یې د شپې په وخت د غزې په شمال کې د حماس د وسله والو سره نښتې شوي او ګڼ کسان یې وژلي دي.
په غزه کې د صحت چارواکو ويلي، تېره ورځ د اسرایل په بمبارۍ کې په فلسطين کې 158 کسان وزل شوي او په جګړه کې د وژنو ټوله شمېره 24,285 ته رسېدلې چې پکې د حماس جنګيالي او ملکي وګړي شامل دي.
اسرايل د غزې په شمال او جنوب کې هوايي بریدونه په داسې وخت کې کړي چې د اسرايل د دفاع وزير له دغې يوه ورځ وړاندې ویلي وو د حماس سره د سختې جګړې مرحله به زر ختمه شي.
د اسرایل دفاعي ځواکونو ويلي، په هوايي بمبارۍ کې یې په شمال کې د شټي او په جنوب کې د خان يونس په علاقه کې توندلاري په نخښه کړي دي.
د اسرايل پوځ ويلي، ګڼ وسله والو یې وژلي او د 100 پورې راکټې یې د مينځه وړي دي.
ويل شوي د شپې په مهال فضايي حمله کې په جنوبي لبنان کې د حزب الله يو اېنټي ټېنک لانچر هم په نخښه کړی شوی کوم چې د پولې د پولې غاړې د جګړې تازه پېښه ده او دې په سيمه کې د جګړې خورېدو اندېښنې سېوا کړي دي
د قطر وزيراعظم په سويټزرلېنډ کې د شخړې خورېدو حواله ورکړې او د تل پاتې امن دپاره یې د دوه رياستي حل په ضرورت ټينګار کړی دی.
شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني د سويټزرلنېډ په ډيوس ښار کې نړيوال اقتصادي فورم ته په وينا کې ویلي، په يمن کې په حوثي ياغيانو حملې په بحېره احمر کې سمندري بېړو باندې حملې نه شي ختملوی، د دې په ځای دې د غزې په جګړه چې مرکزي مسله ده، پاملرنه وشي.
هغه ويلي، "دا وخت مونږ په سيمه کې هر ځای يواځې د تاوتريخوالي ترکيب لرو".
د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوټېرش د ګل/دوشنبې په ورځ خپله هغه غوښتنه بيا تکرار کړې چې سمدستي بشري اوربند دې وشي، فلسطينيان سمدستي مرستو ترلاسه کولو ته اړتيا لري، د حماس د ولقې نه دې يرغمل شوي خوشي شي او په ټول منځني ختيځ کې دې د جګړې پراخېدو مخه ونيول شي.
(د دې خبر معلومات د اې پي، اې اېف پي او رویټرز څخه اخستل شوي)
Forum