لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: د افغانستان 85 فيصده خلک روزانه تر يو ډالر په کمو پېسو ژوند تېروي


د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام ويلي په افغانستان کې خلک له سختو ستونځو سره مخ دي او د هېواد نیژدې اکثر خلک یې په ورځ کې د يو ډالر نه په کمو پېسو ژوند تېروي.

د يو اين ډي پي د وروستیو موندنو ترمخه د افغانستان کورنی ناخالص توليد يا جي ډي پي د 2020 کال راپه دېخوا 29 فيصد کمه شوې ده او لا هم مخ په ښکته روانه ده۔

د اقتصادي چارو پوهان وايي په افغانستان کې بېروزګاري، قدرتي آفتونه او د نړيوالې ټولنې له خوا د مرستو کمښت هغه علتونه دي چې خلک يې د اقتصادي ستونځو سره مخ کړي او د ټولنې په مجموعي ژوند خراب اثر پرېباسي.

د اقتصادي چارو افغان کارپوه تاج محمد ځلاند وایي، "په افغانستان کې د خلکو د ګټې د کموالي عمده عوامل بې کاري، د نړيوالو مرستو کمېدل، وچکالي چې تاثيرات يې په ټولنه کې خوارځواکي، فقر او فساد رامنځته کېدل او په ناقانونه ډول د هېواد څخه د خلکو کډوالېدل دي".

د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام يو اين ډي پي ويلي چې په افغانستان کې خلک په ډېرو سختو حالاتو کې ژوند کوي او نیژدې 85 فيصده افغانان روزانه د يو ډالر نه هم په کمو پېسو وخت تېروي.

افغان طالبانو وار په وار ويلي چې د هېواد د اقتصاد د ښه کولو او خلکو ته د روزګار ورکولو لپاره يې لویې او وړې پروژې شروع کړې دي چې د هېواد د پرمختګ دپاره هم مهمې دي.

د هېواد خراب د اقتصادي وضعيت په اړه ادارې ويلي چې يواځې د ښځو په تعليم او روزګار لګول شويو بنديزونو او محدوديتونو د 600 ميلينو ډالرو نه تر يو بيلين ډالرو پورې اقتصادي تاوان رسولی دی.

د افغان مېرمنو د حقونو فعالان وايي په افغانستان کې له لسيزو راهیسې جنګونو ډېرې ښځې دې ته اړې کړې چې د کورنيو دپاره پخپله يا د خاوندانو سره په شريکه معاش وګټي، دوی وايي په داسې حال کې د ښځو په تعليم او کار بندېز د اقتصادي زيان سبب ګرځي.

د افغان ښځو د حقونو فعاله سپېڅلې ځاځۍ وایي، افغانو ښځو به د خپل خاوند سره په اقتصادي ژوند کې کومک کاوه يعنې خاوند به هم کار کاوه او ښځې به هم کاوه او خپل ژوند به يې مخکې بوتلو:

"دا ښکاره خبره ده چې زمونږ 55 فيصده نسل چې مېرمنې دي هغه په کور کښېني او کار ونه کړي نو دا ضرور د ټولنې دپاره لویه ضربه ده او خپله د مېرنو دپاره هم ډېر غټ اقتصادي بحران دی".

د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام د جنورۍ په لسمه جاري کړي رپوټ کې دا هم ويلي چې د افغانستان کورنی ناخالص توليد يا جي ډي پي د 2020 کال راهیسې تر اوسه 29 فيصده کمه شوې ده او لا هم مخ په کښته روان دی.

د اقتصادي چارو پوهان وايي د افغانستان د جي ډي پي ښه کولو د پاره مهمه ده چې د هېواد د داخلي او خارجي تجارت د سېوا کولو دپاره زمينه برابره شي، په هېواد کې اوږد مهاله پروژې پېل کړل شي او خلکو ته د روزګارو ورکولو په لړ کې کارخانې جوړې کړی شي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG