لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تورخم دروازه په پينځمه ورځ بنده: طالبانو د تورخم او خرلاچي لارو د مستقل تړلو ګواښ کړی


په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د تورخم چارواکو د پولې بنديز په اړه پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي او پاکستان ته یې ګواښ کړی که پوله یې خلاصه نه کړه، طالبان به د تورخم او خرلاچي (کورمې) پولې په مستقله توګه وتړي.

پاکستاني او طالب چارواکو په رسمي توګه په دغه اړه څه نه دي ويلي خو د پاکستان ډان ورځپاڼې د سرچينو له قوله دغه خبر خپور کړی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت او تګ راتګ غټه لاره تورخم په پينځمه ورځ تړلې پرته ده، سوداګر وايي د زرګونو په شمېره کې ټرکونه، مالونه وړونکي راوړنکي ګاډي په پوله دواړو غاړو ته ولاړ پاتې دي تر ټولو زیات تاوان سوداګرو ته اوړي.

د تورخم دروازه د 13مې جنورۍ په ماسخوتن د پاکستان د لوري د ډرايورانو د ويزې د شرط په اساس تړل شوې وه. پاکستاني چارواکي وايي، په پوله د مال وړونکو ګاډو راوړونکو ګاډو ډرايورانو ته د وړاندې نه د پاسپورټ او ويزې د شرط ويل شوي وو.

د پېښور سرحدچېمبر اف کامرس کې د پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسيا د تجارت د ودې دپاره کار کوونکې سټېنډنګ کمېټۍ مشر شاهد حسېن وايي، په پوله دواړو غاړو ته د زرګونو په شمېره کې مال وړونکي ګاډي ايسار شوي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "د دروازې بنديز له امله د ملکونو دومره تاوان نه کيږي، خو دا کړۍ دي، د ملک د ماليې نه راواخله چې خزانې ته ځي، زيات تاوان افغانستان ته اوړي، دويمه کړۍ یې تاجر دی د افغانستان او مينځنۍ اسيا پورې کار کوي نن پينځمه ورځ ده چې خوراک څښاک کيږي خو امدن نشته، بيا مزدور طبقه ده، ډرايور کلېنډر او د ورځې دياړي کوونکي دي، دا کړۍ ټولې تاواني کيږي".

په پوله ايسار د ګاډو ډريوران وايي، دوی ته دې د پاسپورټ او ويزو اسانتیاوې برابر کړی شي.

د افغانستان د ننګرهار سره تعلق لرونکی ډرايور چې پاکستاني لوري ته ايسار پاتې دی وايي، زمونږ‎ دا غټ ثبوت دی کنه، د یو کروړ‎ روپو ګادی دی، دا ويزه ده کنه، مونږ غلط خلک نه يو، مونږ خپله غريبي کوو، غريبۍ ته روان يو، اوس مونږ نه ثبوت غواړي ويزه غواړي، دا د يو کروړ روپو ګاډی مهم دی که ټاپه (ويزه) ".

شاهد حسېن وايي، "څه کم دوه میاشتې مخکې پاکستان شرط اېښودی وو چې د افغانستان د لوري څوک پاکستان پله راځي پاسپورټ او ويزه به لري، په دې به بيا شخړه هم شوې وه، او په وروستیو کې پاکستاني چارواکو بيا په پوله يو نوټس لګولی وو چې د جنورۍ د اخري نېټې به ډرايوران د پاسپورټ نه بغېر نه شي راتلی".

هغه وويل، "په ټوله دنيا کې يو نظام دی د افغانستان د تاجکستان، ازبکستان او ترکمانستان پولې دي د زمانو نه په هغو پولو ويزه لازمي ده"، نوموړي زياته کړه، "اوس ډرايور ته د پاسپورټ او ويزې مسله ده، افغان ډرايور وايي پاسپورټ ورته نه مېلاويږي او که پاسپورټ ترلاسه کړي د پاکستان ويزه ورته نه مېلاويږي، که په شا یې کوم سياستونه وي زه پرې نه يم خبر خو دواړو غاړو ته تاجران تباه شوځکه مالونه د سوداګرو ايسار دي".

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د تورخم دروازې تړلو په حواله دوه ورځې وړاندې (15مه جنورۍ) ويلي وو، "دواړو لورو ته مسئولين د ستونزې پر حل کار کوي".

په پوله موجود سرچینې وايي، د دواړو خواو ترمنځ د چارواکو په کچه ځينې خبرې شوي خو تراوسه نه دي کاميابې شوي.

يو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وي او اې ډيوه ته وویل، "وړاندې به چې د تورخم دروازه تړل کېده، طالبانو به یې د پرانستو خواست کولو خو دې ځل له طالبان هم غلي دي او د هغې وجه دا ده چې د پاکستان د لوري افغانستان ته د مالونو يا مېوو وړو سيزن يا موسم دی د پاکستان لوري ته زيات تاوان کيږي ځکه دوی ګڼي د افغانستان د لوري نه د دروازې په پرانستو څوک څه نه وايي".

په تورخم پاکستان لوري ته ايسار شوي بل ګاډي ډرايور ګل زلی وايي، "مونږ نه غواړو چې بغېر د ویزی لاړ‎ شو خو چې حکومت څه ترتیب جوړ‎ کړ‎ي مونږ‎ سره خو کور کې ویزه نشته چې راواخلو یې، چې پاکستان هم ويزه ولګوي او افغانستان هم ويزه ولګوي که نه لګي مونږ ته دې وخت راکړي".

د تورخم دروازې بنديز نه وړاندې له تېرو شاوخوا درو میاشتو راهیسې چې په چمن کې د ویزې او پاسپورټ د شرط خلاف احتجاجي پرلت روان دی، د هغې په نتیجه کې هم ځایي تاجرانو چمن پوله بنده کړې ده چې له کبله یې د دواړو هېوادونو تجارت سخت اغېزمن شوی دی.

تېر کال په 2023م کې د تورخم دروازه څلور ځله، د دسمبر په پينځمه او د نومبر په 21مه د يوې يوې ورځې دپاره تړل شوې وه. له دغې وړاندې د ستمبر په شپږمه تړل شوې او په لسمه ورځ 15م ستمبر بيا پرانستل شوې وه. او له دغې وړاندې د فرورۍ په 19مه تړل شوې او په 25مه فرورۍ پرانستل شوې وه.

سوداګر وايي که د دواړو ملکونو ترمنځ سياسي کشالې وي هغه دې د حکومتونو په کچه هوارې کړي تجارت دې د سياست ښکار نه کړی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG