لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو اچ او: د غزې روغتیايي سیستم د سقوط په حال کې دی


واشنګټن – د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او، یو چارواکي چې په دې وروستیو کې له غزې پټۍ څخه راستون شوی د شورو یا چهارشنبې په ورځ‌ وویل، روغتیايي سیستم په چټکۍ سره خرابېږي او زیاتو کارکونکو، وسایلو او نورو ته بیړنۍ اړتیا ده.

د ډبلیو اچ او د روغتیايي ایمرجنسۍ مشر شان کېسې په ملګروملتونو کې خبریالانو ته وویل، "ما ولیدل چې روغتیايي‌ سیستم زما تر مخه د سقوط په حال کې و."

کېسې په غزه کې پنځه اونۍ تېرې کړي، د ډیسمبر په لومړیو کې تللی و او هلته یې د روغتیايي کارکونکو او ناروغانو سره په ټوله سیمه کې لیدلي.

هغه وویل، "ما هره ورځ په روغتون کې ناروغان ولیدل چې سخت سوځېدلي وو، هډوکي یې مات او پرانیسي وو او د درملنې لپاره په ساعتونو او ورځو په انتظار کې و او کله به یې له ما څخه د خواړو او اوبو غوښتنه وکړه."

کېسې وویل، چې اوربند یوه بنسټیزه اړتیا ده خو په غزه کې خلکو ته د مرستو رسېدل او د خلکو له ګرځېدو سره هم مشکلات کمېدای شي.

د اکټوبر په اوومه نېټه په اسرایلو باندې د حماس له برید څخه مخکې غزې یو قوي روغتیايي سیستم درلود چې ۳۶ روغتونونه او ۲۵۰۰۰ ډاکټران،‌نرسان او متخصیصنو پکې کار کاوه.

اوس ډبلیو اچ او وايي، یواځې ۱۵ روغتونونه نیم کار کوي، ځینې یې نور د ۵۰۰۰۰ ټپي کسانو په درملنه کې نوره په سختۍ مرسته کوي.

کېسې وویل، د سامان الاتو کموالی دی او دغه ډول کار کونکو هم. اکثره یې بې ځایه شوي دي او د ژوندي پاتې کېدو او د خپلو کورنیو د خوندي کولو په لټه کې دي.‌

هغه وویل، "په غزه کې د باور پر خلاف تکړه روغتیايي کارکونکي دي چې هلته پاتې دي او د خلکو خدمت کوي ځکه نور داسې څوک نشته چې دا وکړي."

هغه دا هم وویل،‌ چې زیات نور به هم بېرته کار ته راغلي‌وو کچېرې یې هغوی خوندي لاره درلودی او د خپلو کورنیو لپاره یې خوندي ځای درلودی.

کېسې غزې ته د دې لپاره تللی و چې وویني چې څنګه نورې نړیوالې ډلې راولي چې له خلکو سره مرسته وکړي‌.

هغه وویل، د غزې شمال ته د روغتیايي اړینو توکو رسول له ننګونو ډک دي.

هغه هلته د خپلو پنځو اونیو پر وخت و په دې ونه توانېد چې په ۱۲ ورځو کې په شمال کې الشفا روغتون ته لازم سامان الات ورسوي.

کېسې وویل، په شمال کې په الاهلي روغتون کې هم حالات سخت وو.‌

"ما خلک ولیدل چې هلته پر مځکه پراته و، په اصل کې دې ته په تمه وه چې په روغتون کې مړه شي ځکه نه یې تېل، نه برېښنا او نه اوبه درلودې. ډېر لږ طبي وسایل یې درلودل او یواځې د ګوتو په شمېر کارکونکي په کې پاتې و."

اسرایلو حماس په دې تورن کړی چې مرستندویه توکي یې غلا کړي خو کېسې وویل، چې هغه له روغتون څخه د لیدنې پر وخت په دې اړه کوم شواهد و نه لیدل.

اسرایلو د حماس تر کنټرول لاندې غزې باندې وروسته له هاغې هر څه بند کړل کله چې حماس د اکتوبر په اوومه نېټه د اسرایلو په جنوبي برخې باندې برید وکړ ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ تنه یې له ځانه سره وتښتول.

له دغې ډلې څخه په نومبر کې په جګړه کې د لنډ مهالي‌ وقفې پر مهال څه باندې سل تنه خوشې کړای شول.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت راپور ورکړ چې د اکټوبر د اوومې راهیسې د اسرایلو په بریدونو کې تر ۲۴۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG