د ټي ۲۰ کرکټ د پینځوؤ لوبو د لړۍ دریمه سیالۍ کې هند افغانستان ته ماتې ورکړې اؤ ځان یې د صفر په مقابله کې په دریوؤ فاتح ثابت کړو.
هند پرله پسې دا دریمه لوبه له افغانستان څخه په "ډبل سپر اوور" کې ګټلې ده>
د بنګلورو په چناسوامي سټيډيم کې د ترسره شوې دې لوبې پچه هند وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
هندۍ لوبډلې د روهیت شرما او رینکو سینګ د جارحانه توپ وهنې په مرسته افغانستان ته د ۴ لوبغاړو په سوځېدو د ۲۱۲ منډې هدف ورکړو. روهیت شرما په ۶۹ بالونو ۱۲۱ او رینکو سینګ په ۳۹ بالونو ۶۹ منډې وکړې اؤ ناسوځېدلې پاتې شول.
دا د روهیت شرما پنځمه شل اوریزه نړیواله سلیزه وه، شرما هغه بېټسمین دی چې په دې فارمیټ کې یې تر ټولو زیاتې سلیزې جوړې کړې دي.
د هند د ۲۱۲ منډو په ځواب کې افغانستان هم جارحانه بېټنګ وکړو او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۲ منډې جوړې کړې او لوبه مساوي یا یوشان شوه.
د افغانستان له لوري رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د پنځوسو،پنځوسو منډو اننګز ولوبولو، په وروستیو اورونو کې د ګلبدین نایب لخوا په ۲۳ بالونو ۵۵ جوړولو افغان لوبډله ددې جوګه کړه چې لوبه د هند سره یو شان یا مساوي کړي خو لوبه یې ونه ګټله.
د لوبې د پرېکړې لپاره د دواړو لوبډلو ترمنځ سوپر اوور ترسره شو، چې افغانستان په دغه یوه اوور کې ۱۶ منډې وکړې. په ځواب کې د هند لوبډله هم په سوپر اوور کې په ۱۶ منډو جوړولو وتوانېدله اؤ دا شان سوپر اوور هم مساوي شو.
د یو سوپر اوور تر مساوي کېدو وروسته دوهم سوپر اوور وکړی شو چې دا ځل پکې هند لومړی بېټنګ وکړو او ۱۱ منډې یې جوړې کړې.
افغان لوبډلې په دوهم سوپر اوور کې د ۱۲ منډو د هدف په ځواب کې یوازې یوه منډه جوړه کړه او په دې توګه هند افغانستان ته په درېیمه شل اوریزه لوبه کې له دوو سوپر اوورونو وروسته ماتې ورکړه او سیریز د صفر په مقابله کې په دریوؤ وګاټه.
Forum