لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آی ایم ایف پاکستان ته د پور د پاتې پیسو نور 70 کروړه ډالر ورکړل اؤ متحده عرب امارات پاکستان ته د خپل قرض ستنولو موده وغځوله


د نړیوالې مالیاتي ادارې (آی ایم ایف) لخوا پاکستان ته د ورکړل کیدونکي پور د پاتې پیسو بل قسط 70 کروړه ډالر ترلاسه شوي اؤ په عین حال کې متحده عرب امارات هم پاکستان ته د خپلو دوؤ اربو ډالرو د قرضې ستنولو موده غځولې یا رول اوور کړې ده.

د پاکستان سټیټ بینک د چهارشنبې په ورځ پخلی کړی چې د آی ایم ایف نه ورته 70 کروړه ډالر ترلاسه شوي دي.

د پاکستان د خزانې وزارت د سرچینو له قوله پاکستاني رسنیو ویلي چې د آی ایم ایف اجراییه بورډ تېره اوونۍ د پاکستان د اقتصادي ارزونې ترڅنګ د مامورینو په کچه د شوي تړون اؤ پاکستان ته د پور د پیسو د راتلونکي قسط جاري کولو منظوري ورکړې وه.

د خزانې وزارت سرچینې وایي چې د آی ایم ایف لخوا پاکستان ته د اسټینډ بائ اریجمنټ پروګرام په اساس تر اوسه 1.9 اربه ډالر ورکړل شوي اؤ که چېرې نړیواله مالیاتي اداره د پاکستان د راتلونکې اقتصادي ارزونې منظوري ورکړي نو 1.1 اربه ډالر به نور هم پاکستان ته وسپارل شي.

د خزانې وزرات سرچینې وایي د بلې اقتصادي ارزونې په اړوند به د پاکستان اؤ آی ایم ایف مذاکرات په راتلونکي‌ میاشت کې کیږي خو وایي چې پاکستان کې د راتلونکو عامو انتخاباتو له امله د دې مذاکراتو مهال ویش بدلیدای هم شي.

آی ایم ایف سره د پاکستان د پور د شوي تړون له مخې پاکستان ته به د پور وروستی قسط په اپریل کې ورکول کیږي.

د پاکستان اؤ آی ایم ایف تر منځ د‌ پور لپاره د مامورینو په کچه تړون تېر کال په 15م نومبر شوی و.

د اسټینډ بائ ارینجمنټ په نوم د پور ددې تړون په اساس به نړیواله مالیاتي اداره پاکستان ته د لنډی مودې لپاره درې اربه ډالر ورکوي چې په دې کې تر اوسه پاکستان ته 1.2 اربه ډالر ترلاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان په غوښتنه متحده عرب امارات هم پاکستان ته د خپلو دوؤ اربو ډالرو د ستنولو موده غځولې یا رول اوور کړې ده.

د پاکستان د خزانې وزارت سرچینو ویلي چې روانه میاشت کې پاکستان ته د متحده عرب امارات دوه اربه ډالر بېرته ستنول وؤ خو وایي د پاکستان په غوښتنه اوس متحده عرب امارات ددې قرضې ستنولو موده جون 2025 ته غځولې ده .

د نومبر په میاشت کې د پاکستان د خزانې مرکزي نګران وزېرې شمشاد اختر ویلي وؤ چي د پاکستان اقتصاد لا اوس هم په نازک حالت کې دی او که فرصت ورته تر لاسه شو نو حکومت به په ممکنه توګه د آی ایم ایف نه د پور د یو بل پروګرام تر لاسه کولو هڅه کوي.

مېرمن شمشاد اختر ویلي وؤ پاکستان ته په برامداتو کې د اضافې او مقامي وساېلو پېدا کولو پورې د آی اېم اېف سره پاتې کېدل اړين دي.

اقتصادپوهان وایي دپاکستان لخوا د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف څخه د يو بل اوږد مهاله قرض پروګرام د شرطونو انحصار به د پاکستان د راتلونکي حکومت په استحکام او پياوړتيا وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG