لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نېتنیاهو وایي هغه امریکا ته ویلي چې اسرایل د یو فلسطیني ریاست جوړېدو خلاف دی


د اسرایل وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو د زیارت/پنجشنبې به ورځ وویل، هغه امریکې ته ویلي دي چې د حماس ډلې سره د اسرایل د جنګ وروستو، د ممکنه حل لارې په ترڅ کې د یو فلسطیني ریاست د جوړېدو نه د واشنګټن د اوږدمهال ملاتړ سره اختلاف لري.

د اسرایل د ښي اړخي حکومت چارواکو اکثره وختونه د اسرایل ترڅنګ د یو آزاد فلسطیني ریاست د جوړېدو سره مخالفتونه ښودلي دي. مګر د نېتنیاهو دا تازه بیان چې په یو خبري کنفرانس کې یې ورکړ او ټول ملک کې به راه راست خورېدو، د یادې مسئلې په تعلق سره تر ټولو اهمه څرګندونه وه او د امریکا سره، چې په جنګ کې د امریکا تر ټولو نږدې اتحادي دی، یو ستر اختلاف عوامو ته راښکاره کړ.

د وایټ هاوس د قامي سلامتیا د کونسل ترجمان، جان کربي د اسرایل د وزیراعظم د وینا تردید وکړ.

کربي وویل: "دا د وزیراعظم نېتنیاهو کوم نوی بیان ندی. مونږ په واضحه توګه دې ته په جدا نظر ګورو."

د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن په همدې تېره هفته کې د سویټزرلېنډ په ډېوېس کې د ورلډ اکنامیک فورم په غونډه کې د نړۍ لیډرانو او کاروباري مشرانو ته وویل چې په منځني ختیځ کې د امن دپاره "یو فلسطیني ریاست ته لاره خلاصول" ډېره ضروري ده.

د امریکا د خارجه وزارت ترجمان مېټیو مېلر د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل: "[د اسرایل] د اوږمهاله چلېنجونو دپاره، د پایداره امن د قایمولو دپاره، هېڅ بله لاره نشته، او د غزې د بیا تعمیرولو د لنډمهاله چلېنجونو دپاره او غزه کې د حکومتدارۍ د قایمولو دپاره او هلته کې د امن راوستلو دپاره هېڅ بله لاره نشته بغیر د دې چې یو فلسطیني ریاست جوړ کړی شي."

نيتناهو پخپل خبري کنفرانس کې وویل: "د هر ډول آینده انتظاماتو په صورت کې... اسرایل ضرورت لري چې د اردن سېند لویدېځې غاړې ټولې علاقې امنیتي اختیار په لاس کې ولري. دا د خودمختارۍ د نظریې سره ټکر لري. نو څه کولی شو؟"

هغه د اسرایل او امریکا ترمنځ تعلقاتو ته په اېما سره وویل: "وزیراعظم ته په کار ده دا صلاحیت ولري چې خپلو ملګرو ته انکار وکړي."

اسرایل ویلي دي چې حماس سره د روانې جګړې وروستو د غزې د بیا قبضې کولو خیال نلري، مګر د دې نه یې انکار کړی چې د جنګ نه پس د غزې دپاره څه پلان په خیال کې لري.

بنیامین نېتنیاهو وویل اسرایل په غزه پټۍ کې د څه باندې درې میاشتې جګړې په ترڅ کې د حماس د جنګي قوت دوه په درېیمه برخه تباه کړې ده، او هغه ژمنه یاده کړه چې د "مکمله کامیابي" پورې به اسرایل خپل جنګ جاري ساتي.

د نېتنیاهو وینا وه چې: "د جنګ دوه پړاوه دي. اول یې د حماس د جنګي دستو تباه کول دي، کوم چې د هغو منظم جنګي قوتونه دي."

امریکا دا څو هفتې کیږي چې د اسرایل په یهودي ریاست ټینګار کوي چې غزه کې دې عظیم پوځي عملیات راکم کړي او په هغې وړوکې پټۍ کې دې د اولسي خلکو د وژلو شمېر ډېر محدوده وګرځوي.

اسرایل د زیارت/پنجشنبې په ورځ هم وویل چې د غزې په شمالي او جنوبي علاقو کې یې حملې کړي او د تندلارو اهداف یې په نښه کړي دي. د غزې د صحت چارواکي چې حماس ټاکلي، وایي په رفح کې د اسرایل په یو فضایي بمبارۍ کې شپاړلس (۱۶) تنان ووژل شول چې نیمایي یې ماشومان و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG