لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران پاکستان ته ویلي په خپله خاوره دې د ترهګرو د اډو مخه ونيسي


ايران د پاکستان لخوا د زيارت/ پنجشنبې د ورځې بريد غندلی او ويلي يې دي، د خپلو خلکو امنيت او ځمکنۍ بشپړتيا سره کرښه ګڼي او د پاکستان نه تمه لري، په خپله خاوره د ترهګرو د اډو جوړولو مخنيوي وکړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت په خپله وېب پاڼه د پاکستان د پرونيو بريدونو په اړه رسمي بيان خپور کړی دی.

په بيان کې ويل شوي، "ايران د پاکستان لخوا د دواړو ملکونو په پوله د غېر ايرانيانو په کليو ډرون بريد غندي" او ويلي يې دي "دا د قبلولو وړ نه دی".

د ایران د بهرنيو چارو وزارت زیاته کړې، "ايران د خپلو خلکو امنیت او ځمکنۍ بشپړتيا سره کرښه ګڼي او د خپل دوست، ورور هيواد پاکستان نه کلکه تمه لري چې خپلې ذمه وارۍ پوره کړي او په خپله خاوره د وسله والو ترهګرو ډلو د اډو او په ځای کېدو مخنيوی وکړي".

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د ۱۶مې جنورۍ د بريد په اړه د ايران د بهرنيو چارو وزارت ویلي، "د پاسدارن انقلاب سرحدي ځواک یې ليدلي چې يوه وسله واله ډله د پاکستان د لوري ايران ته تله د دغه ترهګره ډلې پرضد یې عمليات کړي".

د ایران سرکاري رسنیو د نهې/سه شنبې په ورځ خبر ورکړی وو چې د ايران نیم پوځي ځواک پاسدارانِ انقلاب د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د جیش العدل وسلوالې ډلې دوه مرکزونه په هدف کړي وو.

د پاکستان د پرونيو بريدونو وروسته د ايران خبري ادارې (ایرنا) ويلي، ايران د پاکستان بريدونه غندلي او د ايران د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان استازی د وضاحت دپاره بللی وو.

پاکستان پرون د ايران په سرحدي صوبه سيستان بلوچستان کې د ترهګرو د مخصوصو ځالو هدف کولو دعوه کړې، دغو عملياتو ته یې د «مرګ بر سرمچار» یعنې «مرګ پر سرمچار» نوم ورکړی، او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، "په عملياتو کې یې څو ترهګر وژلي دي".

د پاکستان پوځ ويلي، د بلوچستان لبرېشن ارمي او بلوچستان لبرېشن فرنټ ځالې یې ويشتي دي.

د ایران ارنا خبري ادارې يوه ويډيو خپره کړې چې پکې د ايران د کورنيو چارو وزير عبدالرضا رحماني فضلي ويلي، "د پاکستان په بريد کې نهه تنه بهرني وګړي وژل شوي، چې پکې درې ښځې، څلور ماشومان او دوه سړي شامل دي او دغه برید د ايران د پولې نه څلور کلوميټره دننه شوی دی".

د نهې/سه شنبې په ورځ (۱۶مه جنورۍ) د ایران سرکاري رسنیو خبر ورکړی چې د ايران نیم پوځي ځواک پاسدارانِ انقلاب د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د جیش العدل وسلوالې ډلې دوه مرکزونه په هدف کړي وو.

پاکستان د ايران دغه برید غندلی او ويلي يې وو په بريد کې دوه ماشومان وژل شوي او درې جينکۍ ژوبل شوې وې.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG