لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي د پاکستان اؤ ایران ترمنځ د شخړې په سیوا کېدو سیمه کې نړیوال طاقتونه پراکسي جګړې پېلولی شي


څېړونکي وايي د پاکستان او ايران ترمنځه د وروستۍ شخړې پراخېدو په صورت کې د نړيوالو طاقتونو له خوا د پراکسي يا نيابتي جنګونو د پېلولو او په دواړو هېوادونو کې د وسله والو عناصرو د لا فعاله کېدو اندېښنې موجودې دي.

د څېړونکو په وینا که د ایران اؤ پاکستان ترمنځ اړیکې په دوامداره ډول خرابې پاتې شي نو د شعیه او سني مسلمانانو ترمنځه چې حالاتو کې کوم ښه والی راغلی هغې ته زيان رسېدلی او د دواړو مسلکونو ترمنځه يو ځل بيا شخړې سېوا کېدای شي.

څېړونکي په دې اند چې د ايران او پاکستان له خوا په يو بل شوؤ بريدونو د دې هېوادونو ترڅنګ د منطقې نورو هېوادونو ته هم ګواښ پېښ کړی دی.

دوی وايي که چېرې د دواړو هېوادونو ترمنځه شخړه دوام کوي نو په نتيجه کې يې نور طاقتونه په دې هېوادونو کې د موجودو وسله والو ډلو نه د خپل مقصد ترلاسه کولو په لړ کې استفاده کولی شي.

پېښور پوهنتون کې د سياست د څنګې مشره پروفېسره شاهده امان وایي:

"د دواړو هېوادونو دننه چې کوم غېر رياستي عناصر دي هغوی ته علاقايي طاقت کوم چې مونږ سره هندوستان دی او يا د بېن الاقوامي طاقت امريکا چې څنګه ايران سره تعلق سم نه دی نو خطره هم داده چې پروکسي جنګونه سېوا کېږي او دا زياتوالی نه د ايران او نه د پاکستان په حق کې دی"

د ایران سرکاري رسنیو د جنورۍ په 16مه خبر ورکړی و چې ايراني ځواک د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د جیش العدل وسلوالې ډلې دوه مرکزونه په هدف کړي وو۔ ايران دريځ لري چې دغه وسله واله ډله په ايران کې عمليات کوي.

د ایران ددې عملیاتو په غبرګون کې پاکستان هم دعوه کړې ده چې اوړمه شپه یې د ایران په سیستان صوبه کې د ترهګرو ځالې په نخښّه کړي دي.

څېړونکي وايي که څه هم پاکستان او ايران د ښو اړيکو دعوې کولې خو د دواړو هېوادونو ترمنځه د پخوا راهسې تعلقات سم نه وو، دوی وايي د وروستيو بريدونو په نتيجه کې پېدا شوی تاوجن صورت حال د دواړو هېوادونو په ګټه نه تمامېږي.

پېښور پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو استاذ ډاکټر خورشيد خان ډیوه ته وایي:

"پاکستان کې دا بحث و چې ټاکنو د پاره پېسې نشته او اليکشن وشي او که نه ونه شي، که حالات داسې وو نو لومړې ټارګټ به اليکشن وي او که په پاکستان کې اليکشن نه کېږي نو د آي ايم ايف د پروګرام به څه کېږي نو نورو ملکونو چې کومې وعدې کړي د هغې به څه کېږي، زما خيال دا دی چې دې سره به پاکستان ډېر متاثره کېږي، اېران خو د وړاندې نه متاثره دی دې نه زيات به متاثره نه شي خو پاکستان باندې به يې منفي تاثير سېوا وي"

څېړونکي وايي د ايران له خوا په پاکستان کې د بريد لویې علت د دغې هېواد په کرمان او شيراز سیمو کې شوي وروستي بريدونه کېدای شي۔

د ايران نه علاوه هندوستان او افغانستان هم تورونه لګولي چې پاکستان کې داسې وسله والې ډلې شتون لري چې د نورو هېوادونو دپاره ګواښ دی خو پاکستان دا تورونه ردوي او وايي چې پخپله د ترهګرۍ ښکار هېواد دی.

څېړونکي وايي د پاکستان او ايران ترمنځ روانه شخړه که دوام وکړي نو په نتيجه کې يې د شعيه او سني مسلمانانو ترمنځه فسادات يو ځل بيا خوریدای شي.

پروفېسر شاهده امان ډيوه سره خبرو کې وویل" دپاکستان او ايران دننه مذهبي همغږۍ ته ډېر لوی نقصان رسېدای شي، دلته د شعيه او سني خلکو خلاف ډېر بريدونه د پاکستان دننه شوي دي او دا شعيه سني اړيکي چې مونږ ته داسې ښکاري چې ښې شوي دي هغه خرابېدای شي"

څېړونکي وايي پاکستان او ايران دا طاقت لري چې په دې هېوادونو کې د موجودو وسله والو مخنيوی وکړي، دوی زياتوي چې د هوايي او سټراټیژیکي بريدونو په ځای بايد دواړه هېوادونه خپلې شخړې د ډپلوماسۍ او خبرو اترو د لارې حل کړي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG