ایران د جمعې په ورځ ویلي په سیمه کې د زیاتېدونکې شخړې په ترڅ کې یې له خپل جنوب لوېدیځ تر جنوب ختیځ ساحل پورې سیمه کې د دښمن د هدفونو د مخنیوي لپاره د ډرون په وسیله په کامیابۍ سره فضايي دفاعي تمرینونه کړي دي.
دغو تمرینونو ته د «مدافعان آسمان ولایت 1402» نوم ورکړل شوی دی، د ایران سرکاري خبري ټیلیویژن د خپل پوځ د ویاند له خولې ویلي:
"ایراني ځواکونو په بریالیتوب سره د هوایي دفاع یوه نوې طریقه پیل کړې ده، چې د ډرون په کارولو سره به د دښمن د هدفونو مخنیوی کوي او په نخښه کوي به یې".
پاکستاني ځواکونو وویل، د جنورۍ په اتلسمه یې د ایران په سېستان بلوچستان کې د خپلواکي غوښتونکو تنظیمونو پر مرکزونو برید وکړ، دا برید یې د ایران د جنورۍ د شپاړسمې د برید په غبرګون کې وکړ، چې ایراني ځواکونو د بلوچستان په پنجګور کې د جیش العدل وسلوالې ډلې د مرکز تباه کولو دعوه وکړه.
ایران تر پاکستان مخکې په شام او عراق کې هم بریدونه کړي وو، خو له پاکستان سره بریدونو یې د دواړو هېوادونو تر منځ سفارتي اړیکې خرابې کړې او په منځني ختیځ کې د روانې شخړې له کبله یې په سیمه کې د ناارامۍ زیاتېدو ویره پیدا کړې ده.
دغه دوه ورځني تمرینونه د پنجشنبې- زیارت په ورځ پیل شوي دي چې د جنوب لوېدیځ خوزستان ولایت له ابدان سیمې نیولې په جنوب ختیځ کې د سېستان- بلوچستان صوبې تر چابهار بندره پورې تر سره کېږي.
د ایراني سرکاري خبري ټیلیویژن وایي په دغو تمرینونو کې د ایران سمندري او هوایي ځواکونو، د سپاهِ پاسداران هوایي ځواک او د هوایي دفاع ځواک برخه اخیستې ده.
د ایران د هوایي دفاعي ځواک ویاند بریګېډیر جنرل عباس فراجپور وایي، دغه تمرین په بشپړه توګه په عملي بڼه تر سره کېږي، چې وایي په لومړي پړاو کې یې دفاعي نظام د غیرفعالې دفاع له اصولو سره سم داسې عمل تر سره کوي چې د کاري ځواکونو د چټک غبرګون په بنیاد ټاکل شوی وي.
ایران او پاکستان تر خپل منځ د ناارامه او پېچلیو اړیکو یو تاریخ لري، خو د تېرو ورځو تر بریدونو وروسته دواړو هېوادونو په اړیکو کې د تاوتریخوالي د کمولو اشاره ورکړې ده.
Forum