لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې بیا په ګولیو د ویشتل شوؤ پینځوؤ کسانو مړي موندل شوي


د افغانستان سره په پوله پرته د خیبر پښتونخوا قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې پینځه نامعلوم مړي موندل شوي چې په ګولیو ویشتل شوي دي.

بل لور په درازنده سیمه کې د امنیتي ځواکونو په ګشتي پارټۍ چاودنه او د ډزو تبادله شوې چې پکې دوه امنیتي عسکر اؤ یو لاروی ژوبل شوي دي.

د شمالي وزیرستان پولیس وايي دوی ته اطلاع شوې چې د میرعلي په همزوني سیمه کې د نامعلومو کسانو مړي غورځول شوي چې د شپې په وخت نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو وژل شوي دي .

د میر علي پولیس تانې چارواکي وايي د اطلاع سره سم پولیس د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ مړي یې په فوري توګه میرعلي روغتون ته رسولي دي .

پولیس وایي دغه مړي د میرعلي همزني سیمه کې د سکول سره نیزدې موندل شوي او
د پولیسو په خبره د یو تن تړاو پکې د کرک ضلعې سره دی او د نورو پیژندګلوي نه ده شوې.

د پولیسو وینا ده چې د پېښې ځای ته نیزدې د سبزۍ او مېوو ګاډي موندل شوي چې ګومان کیږي دا د دوی د استعمال لاندې وو او وژل شوي کسان خواريکښ وو.

تر دې مهال چا ددې پېښې زمه داري نه ده اخستې.

په شمالي وزیرستان کې د جنورۍ په لومړۍ نیټه میر علي سیمه کې شپږ نایان هم دنامعلومو وسله والو لخوا په ډزو وژل شوي وو.

هغه وخت ټي ټي پي په یو لنډ بیان کې ددې پېښې سره لا تعلقي ښودلې وه.

بل لوري ته چارواکي وايي د ډیره اسماعیل خان په درازنده سیمه کې د الحاج ایل اینډ ګیس کمپنۍ په ساتنه مامور د امنتیي ځواکونو په ګشتي پارټي او د ډزو په تبادله کې یو لاروی او دوه امنیتي عسکر سخت ژوبل شوي دي.

د درازنده پولیس چارواکي وايي د بمونو ناکاره کولو پارټۍ یو ګاډی د معمول په ګزمه و چې د سړک په غاړه د وړاندې نه ښخ بارودي توکو سره الوځول شوی دی.

د دوی وینا ده کله چې امدارې ډلو دپېښې ځایی ته حرکت کولو په هغوی د وړاندې نه پټو وسله والو ډزې کړې خو دا برید په شا تمبول شوی او د ډزو په تبادله کې یو لاروی ژوبل شوی دی.

په درازندې کې او په ځانګړي ډول د الحاج ایل اینډ ګیس کمپني په ساتنه مامور امنیتي ځواکونو باندې د تېرې څه مودې راپدیخوا د وسله والو بریدونه زیات شوي چې دې کې د زیاتره بریدونو زمه داري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

په عین حال کې امنیتي سرچینې وايي ټانک ضلعه کې د استخبارتي عملیاتو پرمهال دوه وسله وال وژل شوي دي.

سر چینې وايي امنیتي ځواکونو دا عملیات د ډیره اسماعیل خان کلاچي سیمې ته نزدې سیمو کې کړي اؤ وایي هغوي دغلته د وسله والو د شتون کره مالومات ترلاسه کړي وو.

سر چینې وايي کله چې امنیتي ځواکونه تر دوی ګیره چاپیره کړه وسله والو پرې ناتاره ډزې وکړې او د وسله والو په ډزو یو عسکر ژوبل شوی دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG