د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې پر اسرایل تور لګولی چې په غزه او لوېدیځه غاړه کې یې زرګونه فلسطینیان په پټو ځایونو کې بندیان کړي او داسې ناوړه چلند ورسره کوي چې اذیت بلل کېدی شي.
د قبضه شوې فلسطیني خاورې لپاره د ملګرو ملتونو د دې ادارې استازي اجیت سنګې له غزې څخه د ویډیو لینک له لارې په جنېوا کې خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو په وخت وویل، "له یو شمیر" هغو بندیانو سره یې لیدلي چې د اسرایل دفاعي ځواکونو له 30 تر 55 ورځو پورې بندیان کړي وو.
ښاغلي سنګې ویلي د هغو کسانو کره شمېر معلومول "بې حده ستونځمن" دی چې اسرایلي ځواکونو بندیان کړي خو وایي داسې یې اورېدلي چې د دې کسانو شمېر زرګونو کسانو ته رسېږي.
د ملګرو ملتونو دې استازي د اسرایلي ځواکونو له خوا د خوشي شویو بندیانو په هکله وویل:
"هغوی ویل چې وهل شوي، شرمول شوي او داسې ناوړه چلند ورسره شوی چې اذیت بلل کېدی شي".
ښاغلي سنګې وویل د داسې کسانو په هکله هم رپوټونه ورته رسېدلي چې "ځینې سړي په داسې حال کې خوشي کړل شوي چې هوا ډېره سړه وه او دوی له نیکر پرته نورې مناسب جامې نه وې اغوستې".
یو شمېر خوشې شویو بندیانو د ملګرو ملتونو دې چارواکي ته ویلي چې د "اوږدې مودې لپاره حتی د ځینو په پرله پسې توګه څو ورځې سترګې تړل شوې وې"، وایي ځینو دا هم ورته ویلي چې څو ورځې اسرایل ته وړل شوي وو خو دا یې نه دي ویلي چې د دې هیواد کومې برخې ته وړل شوي وو.
وي او اې په جنېوا کې د اسرایل له مِشن دفتر سره ددغو دعوو په هکله اړیکه ونیوله خو تر اوسه یې کوم ځواب نه دی تر لاسه کړی. د اسرایل دفاعي ځواکونو پر خپل ایکس هم دغو دعوو ته څه جواب نه دی ویلی.
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې ویاندې روینا شامداساني هم ویلي چې له فلسطینیانو سره د ناوړه چلند ددغو دعوو په هکله له اسرایلي چارواکو سره په اړیکه کې دي. میرمن شامداساني وویل:
"[له فلسطینیانو سره] د ناوړه چلند په هکله مو خپلې اندېښنې له اسرایلي چارواکو سره شریکې کړې دي چې د اکتوبر تر اوومې نېټې وړاندې او له هغه وروسته د فلسطین په قبضه شویو سیمو کې پرله پسې له بندیانو سره شوې چې اذیت بلل کېدی شي، خو له بده مرغه تر اوسه مو کوم ځواب نه دی تر لاسه کړی".
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ویلي اسرایل باید ډاډ ورکړي چې له ټولو نیول شویو کسانو سره له نړیوالو اصولو او بشري حقونو سره سم چلند وشي او د ناوړه چلند د ټولو قضیو په اړه پلټنې وکړي.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرسته کوونکې ادارې د اټکل له مخې د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې په غزه کې 1.7 میلینه وګړي بې کوره شوي چې د غزې په جنوب کې یې په داسې کېمپونو کې پناه اخیستې چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې ډېره ده.
د حماس وسلوالو د تېر کال د اکتوبر په اوومه پر اسرایل برید وکړ چې د اسرایلي چارواکو په وینا پکې 1200 کسان ووژل شول او شاوخوا 250 یې یرغمل کړل.
بل پلو د غزې د روغتیا وزارت وایي د اسرایل په ځوابي بریدونو او عملیاتو کې د وژل شویو کسانو شمېر 25000 ته نیژدې شوی دی چې وایي اکثر یې ښځې او ماشومان دي.
Forum