لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هیومن رايټس واچ: پاکستان کې هر کال نزدې 1000 مېرمنې د غېرت په نوم وژل کیږي


د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ وایي پاکستان کې د اندازې له مخې هر کال د غیرت په نوم نزدې 1000 ښځې وژل کیږي اؤ د ښځو اؤ نجونو پرضد د تشدد پېښې ټول پاکستان کې یوه سنګینه مسله ده.

یاد سازمان وایي، په کال 2023م کې پاکستان د خپل تاریخ د تر ټولو خرابو اقتصادي ناورینونو سره مخ پاتې شوی اؤ په دغه مهال پاکستان کې بې وزلي، ګراني اؤ بې روزګاري سیوا شوې ده.

سازمان وایي پاکستان کې غربت، ګرانۍ اؤ بې روګارۍ د لکونو خلکو د روغتیا، خوراک اؤ د ژوند د مناسب معیار حق اغېزمن کړی دی.

د کال 2024م پخپل نړیوال رپورټ کې هیومن رایټس واچ د نړۍ د 100 نه د زیاتو هیوادونو دننه د بشري حقونو وضعیت ارزولی دی اؤ ویلي یې دي چې په کفایت شعارۍ د نړیوالې مالیاتي ادارې (آي ایم ایف) اصرار اؤ له مناسبو اقداماتو پرته د ورکړل کیدونکو رعایتونو ختمولو سره پاکستان کې د لږې ګټې وټې لرونکې طبقې ستونزې زیاتې شوې دي.

په ډاڼ ورځپاڼه کې د خپور شوي دغه رپورټ‌ له مخې پاکستان کې د حکومت له لوري ګواښونو اؤ په میډیا بریدونو صحافیانو اؤ د مدني ټولنې ډلو کې د ویرې ماحول پیدا کړی دی چې له دې امله دغه څانګې سره تړاؤ لرونکي زیاتره خلک پخپله پر خپل ځان د سنسرشپ په لګولو مجبور شوي دي.

رپورټ زیاتوي چارواکو میډیا د فشارونو لاندې راوستې ده اؤ ګواښ یې ورته کړی دی چې هغوي باید په ریاستي ادارو اؤ عدلیه نیوکې ونه کړي.

رپورټ وایي این جي او ګانو هیومن راټيس واچ ته د سرکاري چارواکو له لوري د مختلفو ډلو د ویرولو اؤ ځورولو د پېښو اطلاع ورکړې ده اؤ د نړیوالو این جي او ګانو مخې ته یې خنډان راولاړ کړي دي.

رپورټ کې ویل شوي چې د ښځو اؤ نجونو پرضد د تشدد پېښې ټول پاکستان کې یوه سنګینه مسله ده اؤ په دې کې په ښځو جنسي تیری، وژنې ، د تیزابو پاشل، کورنی تشدد، دجینکو د تعلیم نه انکار، جبري ودونه اؤ د کار په ځایونو کې په جنسي توګه د ښځو ځورول شامل دي.

د رپورټ‌ مخې پاکستان تېرکال د د موسمي بدلونونو د یو شمیر ګواښونو سره مخ پاتې شوی اؤ د موسمیاتي بدلون سره تړاؤ لرونکې یو شمیر پېښې پرله پسې ډدول پاکستان کې په زیات شدت سره مخې ته راغلې دي.

د هیومن رایټس واچ په رپورټ کې ویل شوي چې براعظم ایشیا کې د پرتو هیوادونو د حکومتونو له لوري سیوا شوی جبر په سیمه ییزه اؤ نړیواله کچه انساني حقونه په منفي توګه اغېزمنوي.

رپورټ کې ویل شوي چې د اروپا، افریفه اؤ امریکا په پرتله ایشیا کې د بشري حقونو د تحفظ لپاره د ګټورو یا بامعنا اقداماتو فقدان دی.

د پاکستان حکومت لا په سمدستي توګه دې رپورټ ته خپل غبرګون نه دی ښودلی خو په تېرو وختونو کې هم چې کله نړیوالو ادارو په پاکستان د بشري حقونو د سرغړونو تورونه لګولي نو پاکستاني چارواکو مدام دغسې تورونه رد کړي دي اؤ وایي په هیواد کې د هرچا حقوق خوندي دي‌.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ په دې وروستیو کې پخپله یوه مرکه کې دعوه کړې وه چې حکومت یې په میډیا هیڅ رقم بندیزونه نه دي لګولي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG