لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ليزا کرټس: پاکستان په هيڅ سیمه ییزه شخړه کې د ښکېلېدو توان نه لري، امريکا نه غواړي د ايران او پاکستان حالات د کنټروله ووځي


د امریکې د بهرنۍ پالیسۍ او د ملي‌ امنیت په چارو کې ماهره څېړونکې او د سپینې ماڼۍ پخوانۍ چارواکې ليزا کرټس وایي امریکا اندېښمنه ده او نه غواړي چې د ايران او پاکستان تر منځه حالات د کنټروله ووځي.

ليزا کرټس د وي او ای ډيوه سره د يوې ځانګړې مرکې په وخت ویلي، امريکا نه غواړي دا کړکېچ د سیمې نورو هېوادونو ته وغزېږي . ليزا کرټس وایي:

"د هند او پاکستان کړکېچ تل موجود وي، بله دا جې په حقیقت کې د پاکستان د رياست او افغان طالبانو ترمنځ کړکېچ هم شته، ځکه چې طالبان د ټي ټي پي ترهګرو پر ضد مبارزه نه کوي، نو دا ناکراره سیمه نوره هم د ګډوډۍ سره مخ کولی شي".

‎ليزا کرټس وایي پاکستان دا وخت په حقیقت کې په هیڅ سیمه ییزه شخړه کې د ښکیلېدو توان نه لري، کرۍټس وایي، د پاکستان اقتصاد د مشکلاتو سره مخ دی، اېي اېم اېف ورله وس قرضه ورکړې خو اوس هم د اقتصاد حالت یې بد دی:

"په پاکستان کې ترهګر بریدونه مخ په زیاتېدو دي. په پاکستان کې د یوې میاشتې څخه په کمه موده کې ټولټاکنې په داسې حال کې کېږي چې د پوځ شهرت ته زیان رسېدلی دی".

ليزا کرټس وایي ايران دا کار ځکه وکړو چې په حقیقت کې د جنورۍ د دریمې نېټې د خونړیو دوو ځانمرګو بریدونو وروسته یې دا ښودل غوښتل چې هغه د ځان د دفاع توان لري، او دا چې پاکستان ورته یو اسانه هدف ښکارېدو، ځکه چې دا کار یې د اسرايل او امريکا د غصې را پارولو بغېر تر سره کولی شو

د بلوڅانو ژوند به نور هم بدتر شي

ليزا کرټس وایي د ايران او پاکستان دا تاوتريخوالی به د بلوڅانو ژوند نور هم خراب کړي. وایي دا د دوی لپاره خطرناکه خبره ده ځکه چې ایران او پاکستان د بلوڅ ډلو پر سر د یو بل په خاوره بریدونه کوي:

"زه فکر نه کوم چې دا کار د بلوڅانو سره په کوم شکل کې مرسته کوي، ياغيتوب هم به د بلو څانو سره د اضافي حقونو یا اقتصادي ګټو په ترلاسه کولو کې مرسته ونه کړي، زه فکر کوم چې دا به د پولې دواړو غاړو ته د بلوڅانو ژوند نور هم بد تر کړي".

د چين د کردار په اړه ليزا کرټس وويل چې په پاکستان ډېر اغېز لري او ايران سره یې هم اړيکې ښه دي خو کېدی شي چې هغه څه ونه کړی شي د څه چې تمه لري.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG