د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په افغانستان کې د ټولو افغانانو د استازي حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده، خو طالبانو د هغه خبره د خپل هېواد په چارو کې لاسوهنه بللې او وایي حکومت یې ټولشموله دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ټولو سیاسي ډلو او قومونو د استازو په ګډون د یو ټولشموله حکومت جوړیدو په اړه د سرګي لاوروف څرګندونو ته په غبرګون کې د هغه څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ګڼلې ده.
ذبیح الله مجاهد د جنورۍ په 20مه د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سرکاري ټیلیویژن ته ویلي چې نور هیوادونه دې ځان ته ددې حق نه ورکوي چې د افغانستان په چارو کې مداخله وکړي:
"د روس د بهرنیو چارو وزیر د نظر په اړه وایم چې په ټول افغانستان کې هم ټولشموله حکومت شته او هم ځواب ویونکی حکومت شته چې په ټول افغانستان کې امنیت او ثبات ټینګوي او افغانان له نفاقه ژغوري ".
د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جنورۍ په 18مه په ماسکو کې په خپله کالنۍ خبري غونډه کې په افغانستان کې د یو داسې حکومت د جوړیدو هیله څرګنده کړه چې پکې ددغه هیواد د ټولو قومونو او سیاسي اړخونو استازي برخه ولري.
لاوروف ویلي وو، "په افغانستان کې یو ډیفېکټو حکومت واکمن دی او حالات یې په کنټرول کې دي، دا ریښتیا ده چې لا هم څه ناارامي او احتجاجونه شته، خو اصل واک له طالبانو سره دی او زموږ سفارت په کابل کې کار نه دی درولی".
ذبیح الله مجاهد بهرنیو هیوادونو ته مشوره ورکړې چې له افغانستان سره همکاري وکړي او د افغانستان کورنۍ مسلې په افغانانو پورې اړه لري او نور هیوادونه دې هم د دوی په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.
د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، روس له طالبانو سره په پرله پسې ډول په اړیکو کې ده چې د اړتیا وړ هغو مسلو ته د حل لاره ولټول شي او په یو داسې حکومت بدل شي چې په بشپړه توګه په رسمیت وپېژندل شي:
"د هغوی د خپلو ژمنو د تر سره کېدو لپاره لومړۍ او په لومړي سر کې اصلي مسله د ټولشموله حکومت د جوړولو ده چې پکې به نه یواځې د پښتنو او د نورو قومونو استازي برخه ولري، بلکې پکې به ټولشموله سیاسي ځانګړتیا هم موجوده وي".
که څه هم د روس لوړپوړو سفارتکارانو تر دې دمخه هم په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړېدو د اړتیا په اړه څرګندونې کړې وې خو سرګي لاوروف په خپلو تازه خبرو کې په ټولشموله حکومت کې د افغانستان د ټولو قومونو د استازو د ګډون ترڅنګ د سیاسي ګوندونو د استازو پر ګډون هم ټینګار کړی دی.
طالبانو د 2021م کال په اګست کې په افغانستان کې بیا واک تر لاسه کړی، خو تر اوسه یې حکومت هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت نه دی پېژندلی.
د ملګرو ملتونو په ګډون امریکې او لوېدیځو هیوادونو پرله پسې له طالبانو غوښتي چې که نړیوال قانوني حیثیت غواړي باید د ښځو او نجونو د زدکړو او کار د حقونو په ګډون د بشري حقونو د حالت ښه کېدو په برخه کې اقدامات وکړي.
د پنجشنبې- زیارت په ورځ د طالبانو د وزیراعظم د سیاسي چارو مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې یوې غونډې ته وویل، له حکومت سره یې د نړیوالې ټولنې تعامل رسمي دی، ځکه چې وایي سفارتونه یې د نړۍ په ملکونو کې پرانیستي دي او استازي یې پکې کار کوي.
Forum