لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يورپين يونين اوکرين ته د وسلې ورکولو تياری نيسي


يورپين يونين د جمعې په ورځ ويلي خپل د وسلو پيداوار زياتوي د اوکرين د غوښتنې ملګرتيا وکړي چې د روس سره روانه جګړه يې نزدې دوه کاله ته ورسېدله.

د کال په اخر کې د اي يو د داخلي مارکېټ کمېشنر ټيري برېټن ويلي يورپين يونين به وتوانيږي چې کم نه کم 1.3 ميلين دارو ګولۍ جوړ کړي.

د ايسټونيه په دوره کې هغه خبريالانو ته ويلي وو “مونږ د يورپ د ګډ امنيت او په اوکرين د روس د جنګي يرغل په مهم وخت کې يو. يورپ له پکار ده او د خپل ټول توان سره به د اوکرين مرسته کوو”.

دا اعلان په داسې وخت کې شوی چې نيټو راتلونکې اوونۍ د پوځي مشقونو تياري کوي او مقصد يې دا دی چې ممکن د اوکرين جګړه د يورپ نورو هېوادونو ته وغزيږي.

ټيګېشپيګل ورځپاڼې ته د جمعې په ورځ د جرمني د دفاع وزير بورېس پېسټورييس ويلي “مونږ نزدې هره ورځ د کرېملېن دړکې اورو او په نزدې وخت کې يې زمونږ د بالټېک رياستونو دوستان ګواښلي دي”.

راروانه اوونۍ نيټو د سوړ جنګ نه وروستو په وړومبي ځل د پوځي مشقونو دومره لويه لړۍ پيلوي چې د 2024 نه په شا کېدونکي محافظ په نوم مشقونه کوي چې پکې د سويډن سره سره د 31 هېوادونو 90,000 ځواکونه برخه اخلي او د می پورې به روان وي.

د نيټو د ميليټري کمېټۍ مشر ډچ ايډمېرل راب باور دې اونۍ په برسلز کې د ميليټري مشرانو يوې غونډې ته ويلي “مونږ به منو چې داسې نه ده مونږ په امن کې يو. ناشونې کېدلی شي”.

د جمعې په ورځ انټرنيشنل ايټامېک انرجي ايجنسي ويلي روس د اوکرين د ژوپورېژايه ايټمي پاور پلانټ چارچاپېره ماينونه خواره کړي. د ايجنسۍ په بيان کې ويلي شوي چې په نومبر کې کوم ماينونه پاک کړل شوي وو “هغه بيرته په ځای کړل شوي او دا د ادارې د محفوظ معيار سره سم کار نه دی”.

روس چې کال 2022 نه د پلانټ کنټرول په لاس کې لري د اينجسۍ چارواکي د ايټمي مرکز ځينې برخو ته د معاينې د پاره نه پرېږدي.

په بيان کې ويلي شوي “دا اجازت اړين دی چې د ايټمي خونديتوب او د دې د امنيت جاج واخستل شي”.

د خبر ځينې معلومات د ای پي، ای اېف پي او رايټرز خبري ادارو نه اخستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG