په زندان کې بندي د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف د خالي یا شنبې په شپه په واکمنانو تور لګولی چې په دوؤ اوونیو کې یې په دویم ځل د هغوي انلاین انتخابي غونډې ته د زیان رسولو په خاطر د سوشل میډیا اؤ انټرنیټ خدماتو کې خنډان راولاړ کړي .
حکومت هم انټرنیټی خدماتو کې د ځنډ اؤ خنډ راتلو پخلی کړی خو وایي چې د انټرنیټ بندیده په سیاست پسې هیڅ تړاؤ لري بلکې دا تخنیکي خرابې له امله تړل شوی ؤ.
خپلواکه څارونکو( انډیپنډنټ مانیټر) ویلي دي چې ملک کې په خواوشا 241 ملینه خلکو مشتمل د انټرنیټ صارفینو یا کاروونکو یوټیوب ،فیس بک ،ایکس اؤ انسټاګرام رسنیو ته لاسرسي نه لرلو چې د عمران خان د ګوند په انلاین انتخابي غونډه کې برخه واخلي.
پاکستان تحریک انصاف ګوند پخپل یو بیان کې ویلي چې دا (هرڅه ) په رڼا ورځ روان دي اؤ نړۍ ته پرته له کوم افسوس په واضحه ډول پېغام ورکول کیږي چې دا ناجایزه حکومت د بشري حقونو اؤ د رایې د څرګندولو د حق هیڅ پرواه نه لري.
نیټ بلاکس اداره چې د نړیوال سایبر سیکیورټي اؤ انټر نیټ د فعالیت څارنه کوي ، دغې ادارې ددې خبرې پخلی کړی دی چې د خالي په ورځ د ټولنیزو رسنیو پرمخ په قامي توګه خنډان راولاړ شوي دي.
برتانیه کې د فعالې څارونکې ادارې ډایریکټر الپ ټوکر وي او ای ته ویلي دي مونږ چې پاکستان کې کوم بندیزونه معلوم کړي هغه په منظمه توګه حکومت مخالف سیاسي ګوند پي ټي آی په داسې توګه په نښه کوي چې زمونږ په ریکارډ کې یې په نړیواله توګه تقریباً مثال نشته.
هغه ویلي چې د سیاسي غږونو غلي کولو لپاره د انټرنیټ په کنټرول ډول کارول نه یوازې د جمهوریت اصول مجروح کوي بلې دا معلوماتو ته د وګړو د لاسرسي اؤ د خپلې رای د څرګندولو د اساسي حقونو څخه هم سرغړونه ده.
دپاکستان د اطلاعاتو نګران وزیر مرتضا سولنګي د شنبې په شپه ناوخته د انټرنیټ خدماتو کې د خلل راتلو اعتراف کړی دی خو ددې علت یې تخنیکي خرابي بللې ده.
سولنګي په ایکس رسنۍ لیکلي چې خرابي په سمدستي توګه ویستل شوې اؤ په ګرد هیواد کې د انټرنیټ خدمات په بشپړ ډول بحال کړل شوي دي.
په پاکستان کې په اتمه فرورۍ عامې ټاکنې کېدونکې دي خو ناقدین وایي چې دې ټاکنو نه د ملک د یو ستر ګوند پاکستان تحریک انصاف د ویستلو هڅې روانې دي اؤ وایي که چرې تحریک انصاف ته تولټاکنو کې د برخې موقعه ورنه کړل شي نو دا انتخابات به بیا جنجالونه پیدا کوي اؤ چاته به د منلو وړ نه وي.
Forum