د هند وزیراعظم نریندرا مودي او د هندو مذهب مشرانو د هند په شمالي ایودیا ښارګوټي کې په یوه دستوره کې د هندو مذهب منونکو په خدایانو کې تر ټولو زیات محترم راما په اعزاز کې د لويي مندر پرانسته وکړه.
د ګلابي شګلنو کاڼو جوړ دا مندر د شپاړسمې صدۍ د مغلو د دور جومات په ځاۍ جوړ کړی شو کوم چې دیرش کاله وړاندې هندوانو په ډلیزه توګه وران کړی وو.
د تور کاڼي نه جوړ د راما د بوت نه پرده پورته کولو وروسته د هندو مذهب منونکو یوې لويي غونډې ته په وینا کې ښاغلي مودي وویل، "زمونږ خداۍ رام د صدیو راهسې د قربانیو او صبر په نتیجه کې راغلی."
ده زیاته کړه د جنورۍ ۲۲مې نیټې د یو نوي دور پیل وکړو.
په ګلونو کې پټ رام مندر چې نن يي پرانسته وشوه، نزدې په سل جریبه ځمکه باندې جوړ دی.
د دې د جوړولو ژمنه د نریندره مودي بهارتیه جناتا ګوند کړې وه.
د جماعت په ځمکه د دې مندر جوړولو لپاره تحریکونه د تیرو څو لسیزو راهسې وچلیدل.
د هندوانو په عقیده وران کړل شوی جومات د یو پخواني مندر پاتې شوو اثارو لپاسه جوړ کړی شوی وو، کوم چې د راما د زیږدنې ځاۍ وو.
خو اکثریت مسلمانان دا مندر د ړنګ کړای شوي جومات په ځاۍ ګڼي.
کال ۱۹۹۲ کې د هندوانو سخت دریځه ډلې ګڼ شمیر فعالانو په سټکانو، تبرګو او تش لاسونو جماعت نړولی وو چې ورسره ګرد هیواد کې مذهبي فساد خپور شو چې پکې لږ ترلږه دوه زره خلک ووژل شو.
د خپلواکۍ ترلاسه کولو وروسته دا په هند کې په لمړي وار لویه مرګ ژوبله وه.
د هندوانو اکثریتي هیواد هند کې دا دستوره یو تاریخي او د قامي اهمیت وړ دستورې په شکل وښودل شوه.
دستورې ته د ۷ زور پورې خلک راټول شوي وو چې پکې د هیواد لوی سیاستوال، ارب پتیان او د بالي ووډ ستوري هم شامل وو.
دا دستوره نیغ په نیغه ټول هیواد کې په ټي وي ګانو او دغه واړه ښارګوټي کې په زوړندو کړل شوو سکرینونو وښودل شوه.
هیلي کاپټرو نه د مندر لپاسه ګلونه وپاشل شول او مرکزي حکومت په ملک د نیمي ورځې د رخصتۍ اعلان کړی وو.
په ایودیا کې مریدانو ډرمونه غږول او ګډاګانې يي کولې او په لوډسپیکرو يي سندرې ویلې.
په ښارونو، ښارګوټو او کلو کې چرته چې هم د هفتو راهسې د خوشالیو لمانځلو خلک په تمه وو، زیاترو ډیوې بلې کړې وې او د وزیراعظم مودي په غږ ټولو دا ورځ داسې ولمانځله لکه څه ډول چې هندوان تر ټولو لویه د دیوالي دستورې لمانځي.
د زغفرانو بېرغونه چې پرې راما جوړ کړی شوی وو، د ډیرو کورونو او دوکانونو نه بهر رپول کیدل.
په ملیونونو خلکو د خپلو کورونونو نه په ټي وي ګانو دستوره وکتله.
له دې سره سره ځینې د هندو مذهب مشرانو دې دستوره کې د ګډون کولو نه انکار کړی وو.
دوی وايي چې دا د هندوانو د مذهب خلاف دي چې د مندر لا ځیني برخې مکمل شوي نه دي او پکې دستوره نیول کیږي.
ځيني مخالفه ډلو هم د دستورې ځان لرې ساتلی وو او په وزیراعظم نریندره مودي باندې تور پورې کوي چې د مندر پرانسته د سیاسي اهدافو لپاره کاروي.
د کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي دا په مکمله توګه د نریندره مودي سیاسي فعالیتونه بللي.
مندر ته عقیدت وړاندې کولو په خاطر ښاغلي مودي د هندوانو د روحي صفايي یولس ورځنۍ مذهبي دستورو لپاره غږ کړی وو.
دغې کې هندوان یولس ورځې روژې نیسي او ګرد هیواد کې د مندرونو سفر کوي.
ده د مذهبي دستورې صدارت خپله وکړ.
نقادان په وزیراعظم مودي باندې تور پورې کوي چې سیکولر ائین لرونکي هیواد کې د مذهب سره د بیلتون کرښه ورانه کړې ده.
د لسیزو راهیسې په دغه ځای د مسلمانانو او هندوانو ترمینځ لانجه روانه وه.
اګر چې د هند سپریم کورټ په کال ۲۰۱۹ کې د غصې ښکار هندوانو لخوا د جماعت ورانول د هندي قانون سرغړونه وبلله خو دغه ځاۍ يي هندوانو ته حواله کړو او د هند وزیراعظم نریندره مودي د مندر بنیاد کیښودو.
په هند کې مسلمانو پارلیماني غړو د وزیراعظم په دې ګام نیوکې کړي خو د هندو مذهب پارلیماني غړو په دې وزیراعظم ستایلی او خوشالۍ يي کړي.
Forum