لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې، برطانیې او اسټرېلیا په حماس باندې نوې پابندۍ ولګولې


امریکي، برطانیې او اسټرېلیا د ګل/دوشنبې په ورځ د حماس ډلې خلاف د تازه پابندیو اعلان وکړ چې د دغو ملکونو لخوا د حماس په ضد د پابندیو پنځم دور دی. په دې نوو پابندیو کې په غزه کې د حماس تندلارو د کرنسیو چېنجولو عمل او هغه پېسې په نښه شوي دي کوم چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس دسته یې حماس او د فلسطیني اسلامي جهاد ډلې ته ورلېږي.

د امریکا د خزانې وزارت یو چارواکي برائین نېلسن د دې پابندیو په اعلانولو سره وویل، "حماس د ترهګرو اعمالو د اخراجاتو د لېږدولو یا انتقال دپاره، هڅه کړې چې د مالي لېن دېن مختلفه طریقو یا مکانیزمونو نه فایده واخلي، په شمول د دې چې د کرېپټوکرنسۍ نه هم ګټه اوچته کړي. وزارت خزانه به، زمونږ د اتحادیانو او شراکت دارانو سره په نږدې همکارۍ، خپل اختیارات استعمال کړي چې حماس، د هغې ډلې مالي امداد کوونکي، او د هغه بین الاقوامي مالیاتي اډانه په نښه کړو."

د برطانیې خارجه وزیر ډېوېډ کېمرون وویل، "دغه پابندۍ حماس ته یو واضحه پیغام ورکوي، او هغه دا چې [برطانیه] او زمونږ شراکت داران ژمن دي څو دا یقیني کړي چې د ترهګرو اعمالو مالي امداد کوونکو دپاره د پټېدو هېڅ ځای پاته نشي. د دې دپاره چې غزه کې یوه پایداره ډزبندي وشي، دا ممکنه نده چې حماس دې نور په واک کې پاته شي او وکړی شي اسرایل ته خطره پېښه کړي."

امریکا ویلي چې دغه پابندۍ په غزه کې اهم مالیاتي چارواکي په نښه کوي کوم چې په دې وروستیو کلونو کې یې حماس ته د ایران له خوا د میلینونو ډالرو د حوالو انتظام کړی دی.

تر دې وړاندې، په حماس باندې آخري پابندۍ هغه وې چې د اکټوبر د اوومې نېټې د ناڅاپي حملو وروسته په دې ډلې ولګېدلې. د اکټوبر ۷مې په حملو کې، د حماس وسله وال د اسرایل جنوبي علاقو ته ننوتل او د رپوټونو ترمخه، شاوخوا دوولس سوه (۱۲۰۰) کسان یې ووژل او د دوه سوو نه زیات نور یې ځان سره یرغمل یووړل. اسرایل په جوابي حملو کې چې په غزه کې یې کړي، د حماس ډلې سره متعلق د غزې د صحت چارواکو په وینا، تر اوسه څه باندې پنځه ویشت زره (۲۵۰۰۰) تنان هلته کې وژلي چې اکثره یې ښځې او ماشومان و.

د امریکا د خزانې وزارت په یو بیان کې وویل: "لږ تر لږه د ۲۰۲۰ کال راهېسي، حماس په غربي غاړه کې د خپلو عملیاتو د اخراجاتو د پېسو انتقال دپاره، د کرېپټوکرېنسۍ نه کار اخېستی دی."

د بیان ترمخه، حماس په دې کار سره کوشش کړی چې په فزیکي بڼه د پیسو د لېږد نه ځان خلاصولو، د سرحدي چېک پواینټونو نه د پېسو تېرولو د خطرې نه بچ پاته کېدلو، او د چارواکو د څار نه د تېښتې دپاره کرېپټو کرنسۍ هم استعمال کړي دي.

د تازه پابندیو په بنیاد، په امریکا کې د حماس متعلق ادارو هر ډول اثاثې منجمدې کیږي او امریکاییان هم منعه کړی شوي چې د هغو سره هېڅ قسمه معامله ونکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG