د صحت د عالمي ادارې (ډبلیو اېچ او) د اکزېکټیو مشرانو د سږکال ناسته په داسې حال کې پرانېستلی شوې چې په نړۍ کې دا مهال د صحت په برخه کې څو څو بېړنی حالات لیدلی کیږي. دا اجلاس داسې وخت کې هم پرانېستلی شوی چې د ملګرو ملتونو د صحت دغه اداره، د عوامو د صحت په برخه کې "ګڼ شمېر کامیابۍ او سنګ میل" څرګندولی شي.
د ډبلیو اېچ او مشر ټېډراس ادهانوم ګېبرېیاسوس د ګل/دوشنبې په ورځ استازو ته وویل: "په مې میاشت کې، د قریب درې نیمو کلونو پس ما هم د کوېډ-۱۹ او هم د اېم-پاکس مرضونو د نړېوالو بېړنیو حالاتو ختم اعلان کړ، که څه هم په نړېواله کچه د دې دواړو امراضو خطرې موجودې دي."
د صحت د عالمي ادارې مشر پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې، "د دنیا د ټولې آبادۍ د دوه په درې برخو نه زیاتو یې د یو کوېډ-۱۹ وېکسین ابتدایي خوراکونه مکمل اخستي دي. کوواکس چې د تېرکال په پای کې وتړلی شو، د قریب دوه بلینه خوراکه وېکسینونو په مهیا کولو سره یې یو ډېر اهم کردار ادا کړ چې دې سره په غریبو ملکونو کې د اندازې ترمخې، د دوه اعشاریه اووه میلین وګړو ژوند بچ کړی شو."
د ډبلیو اېچ او د سږکال اجلاس د پرانېستو په ورځ، یو بل ګټور ګام هم واخستل شو او هغه دا چې په همدې ورځ د افریقې په کامېرون هېواد کې د ډبلیو اېچ او په سپارښتنه، د ملېریا مرض دپاره د دوو وېکسینونو له جملې نه د یو استعمالېدل یې پیل شول. دا اولنی ملک دی چې د ملېریا وژونکي مرض د مقابلې دپاره روټین وېکسینونه ورکوي.
د ډبلیو اېچ او د رپوټونو ترمخه، هر کال نړۍ کې د پنځو لاکهو نه زیات ماشومان چې عمرونه یې د پنځو کلونو کم دي، د ملېریا په مرض مړه کیږي، او اکثره یې په افریقې کې دي.
د صحت د عالمي ادارې مشر چې د تېرکال د کامیابیو خبرې کولې، یوه یې په کې دا وه چې د نړۍ په یو سل او پنځوس (۱۵۰) ملکونو کې د سېګرېټ څکوونکو شمېر راکم شوی دی. همدا راز د پنځوسو نه په زیاتو ملکونو کې د موسمي بدلون سره مطابق د صحت نظامونو په جوړولو کې ملاتړ شوی، او په زیاتره ملکونو کې بنیادي دوایانو، وېکسینونو، معایناتو او نورو طبي پیداوارو ته رسایي هم سېوا شوې ده.
د دې نه علاوه، ډبلیو اېچ او وایي چې په ۲۰۲۲ کال کې په ټوبرکلوزس باندې اخته د څه باندې اووه نیم میلین کسانو معالجه شوې ده، چې په تېرو قریب دېرشو کلونو کې بې مثاله کامیابي ده.
د ډبلیو اېچ او د اکزېکټیو بورډ په اجلاس کې چې څلوردېرش (۳۴) ممبران لري، هرکال د صحت عالمي اسمبلې دپاره اېجنډه ټاکلی کیږي او د صحت عالمي ادارې فیصلې او تګلارې عملي کیږي.
ټېډراس د ګل/دوشنبې په ورځ وویل: "۲۰۲۴ کال به د عالمي صحت او زمونږ ډبلیو اېچ او ته، یو متعین یا ډېر اهم کال وي. په دې کال کې، تاسو سره دا فرصت شته چې د آینده څلورو کلونو دپاره د عالمي صحت سټراټیجي جوړه کړئ. دا کال، تاسو فرصت لرئ چې د صحت د بېړنیو حالاتو آینده معلومه کړئ."
ټېډراس یادونه وکړه چې تېر کال (ډبلیو اېچ او) د صحت پنځه شپېتو (۶۵) شدید هنګامه حالاتو ته امداد رسولی چې د ترکیې او شام د زلزلو نه یې راواخله، بیا د کانګو ډېموکرېټیک جمهوریت، اېټوپیا (حبشې)، هېټي، میانمر، سوډان، اوکراین او د غزې جنګي حالات او ناامنۍ په کې شاملې وې.
ټېډراس د ملګرو ملتونو ټولو غړو ملکونو باندې غږ وکړ چې یو بل سره کار وکړي او یو قوي اتفاق ته ورسیږي چې انسانان نور د آینده عالمي وباګانو نه په امن کې پاته شي.
Forum