لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال فېض سپریم کورټ ته: نه مې شوکت عزیز صدیقي سره لیدلي اؤ نه مې ورته د نوازشریف د اپیلونو نه اورېدلو وینا کړې


جنرال (ر) فیض حمید د آی اس آی مشر او بیا د پېښور کور کمانډر پاته شوی دی
جنرال (ر) فیض حمید د آی اس آی مشر او بیا د پېښور کور کمانډر پاته شوی دی

د پاکستان د استخباراتي شبکې آي ایس آي پخواني مشر جنرال(ر) فیض حمید په ځان لګیدلي هغه تورونه رد کړي چې ګنې تېرو وختونو کې یې په عدلیه فشار راوړی اؤ د نوازشریف د اپیلونو نه اوریدلو وینا یې ورته کړې وه.

د سپریم کورټ د پخواني جج شوکت عزیز صدیقي د ګوښه کېدو مقدمه کې ښاغلي فیض حمید په سپریم کورټ کې خپل جواب جمع کړی اؤ ویلي یې دي چې نه خو هغه کله شوکت عزیز صدیقي سره لیدلي اؤ نه نه یې ورسره تماس نیولی و.

د اسلام اباد هایکورټ پخواني سینیر جج شوکت عزیز صدیقي جولایي کال ۲۰۱۸م کې دپنجاب پنډۍ ښار د وکیلانو د تنظیم غونډې (بار کونسل) دستورې ته د وینا په مهال په پوځ ملکي اؤ عدالتي چارو کې د لاسوهنې سخت تورونه لګولي وؤ .

هغه ویلي وؤ "د استخباراتي ادارو چارواکي د اسلام اباد هايي کورټ مشر قاضي ته ورغلي چې یقیني کړي پخوانی وزیراعظم نواز شریف د انتخاباتو لپاره د جېل د د دروازو شا ته وي".

جسټس شوکت عزیز صدیقي تور لګولی ؤ چې آي اېس آي په عدالتونو کې د هېواد د مهمو سیاسي مقدمو د فېصلو په خپله خوښه بدلولو کې په پوره توګه فعاله ده او زیاته کړې يې وه د استخباراتي ادارو چارواکي د سیاسي فیصلو لپاره په خپله خوښه عدالتي (ډلې) بنچونه جوړوي.

نوموړي ویلي وؤ د عدلیې نه ازادې اخستی شوې او د دې کنټرول د هغه خلکو په لاسونو کې دی د چا سره چې ټوپک دی. د نوموړي اشاره د پاکستان پوځ اړخ ته وه.

پوځ هغه وخت د جسټس صدیقي تورونه رد کړي وؤ اؤ دهغې د پلټنو لپاره یې د یو کمیشن جوړولو غوښتنه کړې وه.

وروسته بیا په ملکي ادارو د تورونو لګولو په قضیه کې سپریم جوډيشل کونسل هغه د جج له منصبه ګوښه کړی ؤ چې د خپلې برطرفۍ خلاف ښاغلي صدیقي د پاکستان سپریم کورټ ته رجوع کړې ده.

سپریم کورټ کې جمع کړي خپل بیان کې د آي ایس آي پخواني مشر جنرال(ر) فیض حمید ویلي دي چې ښاغلي شوکت عزیز صدیقي پخپل تقریر کې اؤ د جوډیشل کونسل په وړاندې د هیڅ مبېنه لیدنې ذکر نه ؤ کړی .

هغه ویلي نه خو یې شوکت عزیز صدیقي سره تماس نیولی ؤ،نه یې ورسره لېدنه کړې وه ، نه یې ورسره د نوازشریف په اپیلونو خبره کړې وه اؤ نه یې ورته دا ویلي وؤ چې زمونږ د دوؤ کالو خواري به عبث لاړه شي.

هغه ویلي د شوکت عزیز صدیقي ټول تورونه بې اساسه اؤ دروغ دي اؤ داسې مانا لري لکه چې وروسته سړي ته خیال ورشي.

هم په دې قضیه کې د اسلام اباد هایکورټ پخواني مشر جج انور کاسي اؤ بریګیډیر(ر) عرفان رامی هم سپریم کورټ کې خپل ځوابونه جمع کړي اؤ هغوي هم د شوکت عزیز صدیقي لخوا لګول شوي تورونه رد کړي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG