لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آی اېم اېف: پاکستان راتلونکو درېوؤ کالو کې ۷۱ اربه اؤ ۸۸ کروړه ډالرو بهرنیو مالیاتي مرستو ته اړ دی

نړیواله مالیاتي اداره آي ایم ایف وایي پاکستان په راتلونکو درېوؤ کالو کې یو اویا (۷۱) اربه او اته اتیا (۸۸) کروړه ډالرو بهرنیو مالیاتي مرستو ته اړ دی اؤ که دا مرستې ورته لږې یا په ځنډ ترلاسه شي نو بیا به پاکستان اړ وي چې په ګرانو نرخونو مقامي قرضې ترلاسه کړي.

پخپل رپورټ کې آي ایم ایف ویلي دي یوازې په روان مالي کال کې پاکستان د څلرویشت (۲۴) اربه اؤ شپږنیوي (۹۶) کرړوه ډالرو بهرني مالیاتي مرستو ته اړتیا لري.

د آي ایم ایف دا رپورټ وایي چې په کال ۲۰۲۵م کې پاکستان ۲۲ اربه اؤ ۲۴ کروړه ډالرو اؤ په کال ۲۰۲۶م کې هم ۲۴کروړه اؤ ۶۷ لکو ډالرو ته اړتیا لري.

نړیواله مالیاتي اداره وایي چې دپاکستان په ذمه د قرضو حجم پاییداره نه دي اؤ بهرني ګواښونه ورته زیات دي .

د رپورټ له مخې ددې چیلنجونو د مقابلې لپاره به پاکستان ته د نړیوالو مالیاتي ادارو اؤ بیلا بیلو هیوادونو نه درنې مالیاتي مرستې ترلاسه کول ضروري وي.

آي ایم ایف وایي چې ایکسټرنل فنانسنګ کې د کمي له امله په لوړو نرخونو په سیمه ییزو پورونو د حکومت انحصار سیوا کیږي اؤ ددې نتیجه کې به د شخصي څانګې لپاره د پورونو ګنجایش نور هم کم شي.

رپورټ وایي که پاکستان ته بهرنۍ مالیاتي مرستې لږې یا په ځنډ ترلاسه شي نو په هغه صورت کې به اړ وي چې په دوستو هیوادونو د بېرته ستنوونکو پورونو موده پراخه کړي

نړیواله مالیاتي اداره خپل رپورټ کې زیاتوي چې په نړیواله کچه د ګرانۍ،سختو شرطونو اؤ شخړو په نتیجه کې هم د پاکستان په ایکس چینج ریټ فشار سیوا کیدای شي.

تېره اوونۍ د نړیوالې مالیاتي ادارې (آی ایم ایف) لخوا پاکستان ته د ورکړل کیدونکي پور د پاتې پیسو بل قسط 70 کروړه ډالر ترلاسه شوی ؤ اؤ په عین حال کې متحده عرب امارات هم پاکستان ته د خپلو دوؤ اربو ډالرو د قرضې ستنولو موده غځولې یا رول اوور کړې وه.

د پاکستان اؤ آی ایم ایف تر منځ د‌ پور لپاره د مامورینو په کچه تړون تېر کال په 15م نومبر شوی و.

د اسټینډ بائ ارینجمنټ په نوم د پور ددې تړون په اساس به نړیواله مالیاتي اداره پاکستان ته د لنډی مودې لپاره درې اربه ډالر ورکوي چې په دې کې تر اوسه پاکستان ته یو اعشاریه دوه (۱.۲) اربه ډالر ترلاسه شوي دي.

د پاکستان د خزانې وزارت سرچینو ویلي چې روانه میاشت کې پاکستان ته د متحده عرب امارات دوه اربه ډالر بېرته ستنول وؤ خو وایي د پاکستان په غوښتنه اوس متحده عرب امارات ددې قرضې ستنولو موده جون ۲۰۲۵ ته غځولې ده .

د نومبر په میاشت کې د پاکستان د خزانې مرکزي نګران وزېرې شمشاد اختر ویلي وؤ چي د پاکستان اقتصاد لا اوس هم په نازک حالت کې دی او که فرصت ورته تر لاسه شو نو حکومت به په ممکنه توګه د آی ایم ایف نه د پور د یو بل پروګرام تر لاسه کولو هڅه کوي.

مېرمن شمشاد اختر ویلي وؤ پاکستان ته په برامداتو کې د اضافې او مقامي وساېلو پېدا کولو پورې د آی اېم اېف سره پاتې کېدل اړين دي.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG