د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي چې د جنورۍ تر پای پورې به د افغانستان په اړه د روسیې، چین، ایران او پاکستان ګډه غونډه جوړېږي.
کابلوف د روسیې د تاس خبري اژانس ته ویلي دي چې په دغې غونډه کې به "له اوسنیو افغان چارواکو سره د تعامل، ټول شموله حکومت د جوړېدو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د نشه يي توکو سره دتړلیو جرایمو په اړه" بحثونه وشي.
تاس خبري اژانس د کابلوف له خولې لیکلي دي چې په غونډې کې ګډون کوونکي هېوادونه د غونډې لپاره ځانونه چمتو کوي او ځای او وخت به یې هم زر معلوم شي.
لا معلومه نه ده چې د طالبانو استازي به هم په دې غونډې کې برخه اخلي که نه، خو تر دې مخکې په دا ډول غونډو کې یې استازو ګډون کړی و.
تر دې وړاندې د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جنورۍ په 18مه په ماسکو کې په خپله کالنۍ خبري غونډه کې په افغانستان کې د یو داسې ټولشموله حکومت د جوړیدو هیله څرګنده کړې وه چې پکې ددغه هیواد د ټولو قومونو او سیاسي اړخونو استازي برخه ولري.اوروف ویلي وو، "په افغانستان کې یو ډیفېکټو حکومت واکمن دی او حالات یې په کنټرول کې دي، دا ریښتیا ده چې لا هم څه ناارامي او احتجاجونه شته، خو اصل واک له طالبانو سره دی او زموږ سفارت په کابل کې کار نه دی درولی"
سرګي لاوروف ویلي وؤ، روس له طالبانو سره په پرله پسې ډول په تماس کې دی چې د اړتیا وړ هغو مسلو ته د حل لاره ولټول شي او په یو داسې حکومت بدل شي چې په بشپړه توګه په رسمیت وپېژندل شي:
د روس د خارجه وزیر دې څرګندونو ته د طالبانو حکومت چټک غبرګون ښودلی ؤ اؤ د ټولشموله حکومت غوښتنه یې پخپلو کورنیو چارو کې د مداخلې په نوم یاده کړې ده وه.
ذبیح الله مجاهد د جنورۍ په 20مه د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سرکاري ټیلیویژن ته ویلي وؤ چې نور هیوادونه دې ځان ته ددې حق نه ورکوي چې د افغانستان په چارو کې مداخله وکړي:
د هغه وینا وه "د روس د بهرنیو چارو وزیر د نظر په اړه وایم چې په ټول افغانستان کې هم ټولشموله حکومت شته او هم ځواب ویونکی حکومت شته چې په ټول افغانستان کې امنیت او ثبات ټینګوي او افغانان له نفاقه ژغوري ".
روسیې، چین، ایران او پاکستان لا د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی، خو دغو هېوادونو د طالبانو تر حاکمیت لاندې کابل کې خپل سفارتونه پرانیستي او د طالبانو دپلوماتان یې هم منلي دي.
نړیواله ټولنې او په خاص ډول ایران، روسیې او تاجکستان په وار وار تاکید کړی دی چې باید په افغانستان کې ټول شموله حکومت جوړ شي، خو طالبان ادعا کوي چې حکومت یې ټول شمول دی.
(دې رپورټ کې ځېنې مواد د وي او ای پښتو نه اخستل شوي دي)
Forum