لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په عراق او یمن کې د ایران پلوه ډلو پر مرکزونو بریدونه کړي دي


د امریکا پوځ وایي نن سهار وختي یې په شاوخوا دوو ساعتونو کې په عراق او یمن کې د ایران پر ملاتړو هدفونو بریدونه کړي، وایي په عراق کې یې د وسلوالو پر یوه مرکز برید وکړ او په یمن کې یې نور هغه میزایل وویشتل چې پر نړیوالو کښتیو د بریدونو لپاره تیار وو.

د امریکا پوځي الوتکو د امریکا او اتحادي ځواکونو پر ضد په وروستیو ورځو کې د یو لړ بریدونو په جواب کې په سیمه ییز وخت د شپې له نیمایي وروسته په عراق کې د ایران پر ملاتړو پراکسي ځواکونو برید وکړ.

امریکايي چارواکي وایي، په دغو هوايي بریدونو کې یې د عراق په لوېدیځ کې درې هغه تنصیبات په نخښه کړي دي‌ چې کتایب حزب الله او نورو ایراني پراکسي ډلو ترې کار اخیسته.

د امریکا مرکزي کمانډ یا سېنټکام په یوه بیان کې ویلي، په دغو بریدونو کې یې د کې ایچ [کتایب حزب الله] مرکزونه، ذخیره، د راکټونو د روزنې ځایونه، میزایل او د یو طرفه برید یو اې وي‌ [د بې پایلټه هوایي ګاډي] ځایونه په نخښه کړل.

د امریکې د دفاع وزیر لویډ آسټن د جنورۍ پر 23مه وویل، امریکایي ځواکونو د ایران پلوه ملېشو مرکزونه په عراق او شام کې پر امریکایي ځواکونو د بریدونو په غبرګون کې ویشتلي دي.

د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې د ښاغلي آسټن له خولې خبرداری ورکړل شوی چې که اړتیا پېښه شوه نو واشنګټن کېدای شي نور بریدونه هم وکړي، خو وایي د ایران ملاتړې ډلې دې خپل بریردونه ودروي:

"موږ په سیمه کې د جګړې زیاتېدل نه غواړو خو د خپل ولس او تنصیباتو د خوندیتوب لپاره نورو اقداماتو ته په بشپړه توګه چمتو یو، موږ پر دغو ډلو او د هغوی پر ایراني ملاتړ کوونکو ږغ کوو چې دغه بریدونه سمدستي ودروي".

امریکایي چارواکو تر اوسه دا نه دي ویلي چې په دغو هوایي بریدونو کې چا ته مرګ ژوبله اوښتې که نه خو د عراق یو امنیتي چارواکي او د حشد الشعبي نیمه پوځي ځواکونو یو مشر ویلي، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي.

امریکا دغه بریدونه د عراق په القائم او جرف الصخر ښارونو او د عراق په لوېدیځ کې په یو بل ځای کې وروسته له هغه وکړل چې ایران پلوه وسلوالو د عراق په لویدیځ کې د عین الاسد پر هوایي اډه د ډرون په وسیله یو طرفه برید وکړ.

پر دغه هوایي اډه د شنبې- خالي په ورځ هم له عراق څخه دننه د بېلسټیک میزایلو په وسیله پرله پسې بریدونه شوي وو.

د پېنټاګانو د مطبوعاتو د سیکرټري مېجر جنرل پېټ رایډر په وینا په دغو میزایلو کې اکثر یې ویشتل شوي او تباه کړای شوي وو، خو وایي کوم توغندي چې پر اډه لګېدلي وو په هغه کې د امریکایي عملې څلور تنه ټپیان شوي‌ وو.

پر امریکايي ځواکونو تر 150 ډېر بریدونه شوي

د امریکې یوه دفاعي چارواکي وي او اې ته وویل، د اکتوبر له اوومې راهیسې چې حماس پر اسرایل برید کړی، په عراق او شام کې پر امریکایي ځواکونو تر 150 زیات بریدونه شوي دي.

دغه چارواکی وایي په دغو بریدونو کې لږ تر لږه 83 امریکایان په عراق او شام کې ټپیان شوي دي. وایي په دغو کې له دوو تنو پرته نور ټول بېرته خپلې دندې ته ور ستانه شوي دي.

د امریکې د مرکزي‌ کمانډ په وینا، په عراق کې تر برید شاوخوا دوه ساعته وروسته یې ځواکونو په یمن کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمه کې دوه اینټي شپ یا بېړۍ ضد میزایل وویشتل چې وایي‌ ویشتلو ته تیار کړل شوي وو او سمندري کښتیو ته یې ممکنه خطر پېښولای شو.

د بېړۍ ضد میزایلو بریدونه په یمن کې د جنورۍ پر 23مه د امریکا او برتانیې د جنګي الوتکو تر یو لړ بریدونو مخکې پیل شوي وو، چې مقصد یې د ایران پلوه حوثي وسلوالو وړتیا نوره هم کمول وو.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکو وویل، په دغو بریدونو کې په اتو ځایونو کې اکثر هدفونه په نخښه کړل شوي چې پکې تر مځکې لاندې ذخیرې او د میزایلو د ویشتلو د ځایونو په ګډون د حوثیانو د څارنې له وړتیاوو سره سره نور ځایونه هم شامل دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG