لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تعلیم نړیواله ورځ: افغانې نجونې له 856 ورځو سکولونو ته او له 396 پوهنتونونو ته له تلو محرومې دي


ملګرو ملتونو او د بشري حقونو یوې بلې نړیوالې ادارې ایمنسټي انټرنېشنل د تعلیم په نړیواله ورځ په افغانستان کې د نجونو پر اعلی تعلیم د طالبانو پر څوکلن بندیز یو ځل بیا اندېښنه ښکاره کړې او غوښتنه یې کړې چې نړۍ باید افغانې نجونې هېرې نه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا د تعلیم د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو پیغام کې ویلي، د نجونو او ښځو د زدکړو په برخه کې د طالبانو د حکومت روانه کړنلاره د افغانستان د لا یواځې کېدو سبب کېږي:

"د اوسني حالت پر دوام باندې ټینګار نه یواځې افغانان لا زیانمن کوي، بلکې افغانستان له اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې څخه جلا کوي، ځکه زه له واکمنو چارواکو غواړم په دې باید پوه شي چې تعلیم یواځې یوه اخلاقي اړتیا نه بلکې د ټولنې د سوکالۍ او سولې لپاره ډېر مهم دی".

د جنورۍ 24مه په نړۍ کې د زدکړو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي، خو تر شپږم ټولګي پورته افغانې نجونې 856 ورځو راهیسې او د پوهنتون زده کوونکې له 396 ورځو راهیسې له تعلیمه محرومه ساتل شوې دي.

ایمنیسټي انټرنېشنل وایي له طالبانو سره باید له دې کبله حساب وشي چې وایي په میلینونو نجونې یې د تعلیم له حق څخه محرومې کړې دي. ایمنیسټي پر خپل ایکس لیکلي، نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د نجونو تعلیم هېر نه کړي.

د بشري حقونو دې نړیوالې ادارې له یو شمېر افغانو نجونو سره د خبرو په حواله لیکلي، چې هغوی سمدستي او بې له کوم شرطه د خپلو بندو سکولونو خلاصېدل غواړي. ایمنیسټي وایي:

"د تعلیم په نړیواله ورځ، په افغانستان کې د ښوونځیو نجونه په خپلو کیسو کې د زړه ماتېدو او هیلو ګډ اظهار کوي، ځکه چې طالبانو یې پرله پسې د تعلیم له بنادي حقه سرغړونه روانه ساتلې ده".

د یوناما مشره روزا اوتنبایووا په خپل پیغام کې ویلي، په افغانستان کې د نجونو او ښځو د تعلیم د اجازې غوښتنه یواځې د لوېدیځو هیوادونو غوښتنه نه ده بلکې د اسلامي نړۍ غوښتنه هم ده.

مېرمن اوتنبایووا ویلي په دې وروستیو کې یې په سعودي عرب کې د اسلامي همکاریو تنظیم په هغه کانفرنس کې هم ګډون کړی وو، چې پکې د افغانو نجونو د تعلیم په اړه هم بحثونه شوي وو.

د یوناما مشرې ویلي چې دا د طالبانو د حکومت بنیادي وظیفه ده چې جنسیت ته له پاملرنې پرته د ټولو کسانو د حقونو د ساتنې او ودې لپاره کار وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دغې چارواکې د زدکړو نړیواله ورځ د تلپاتې سولې لپاره د تعلیم په اهمیت د پوهېدو لپاره یو ښه فرصت ګڼلی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې هم ټولو نجونو، ښځو، هلکانو او سړیو ته زدکړه د هغوی د تر یو حق زیاته مهمه ګڼل کیږي.

روزا اوتنبایووا وویل تعلیم د افغانستان راتلونکی بنیاد جوړوي او ټینګار یې کړی چې ددغه هیواد د نن او سبا د خطرونو د مخنیوي، د کار او کسب، متحرک اقتصاد، د طبیعي پېښو او موسمي بدلون د اغېزو د کمولو لپاره تعلیم ته زښته ډېره اړتیا ده.

د یوناما مشرې د وینا له مخې له تعلیمه دوامدار محرومیت او د هرې ورځې په تېرېدو په افغانستان کې د یوې هوسا او مساوي ټولنې بنیادونه کمزوري کیږي. مېرمن اوتنبایووا په افغانستان کې ښځو او نجونو ته وویل:

"تاسې یواځې نه یاست، ملګري ملتونه ستاسې په څنګ کې ولاړ دي او ستاسې د فعالیتونو او راتلونکي له ملاتړه لاس نه اخلي".

طالبانو له تعلیم سره سره په ټولنه کې د نجونو او ښځو پر نورو بنیادي‌ حقونو باندې هم پرله پسې بندیزونه لګولي او د تعلیم او روغتیا له څانګو پرته یې په ټولو سرکاري او غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د عمومي مشر د ځانګړې استازې او د ایمنیسټي انټرنېشنل تازه څرګندونو ته څه جواب نه دی ویلی، خو یو شمېر چارواکو یې وخت په وخت ویلي چې په افغانستان کې د نجونو پر زدکړو بندیز دایمي نه دی او تر یوې تګلارې وروسته به بیرته د تعلیم اجازه ورکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG