لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په پاکستان کې 26.2 ميلينه ماشومان له سکولونو بهر دي


پاکستان انسټیټوټ آف اېجوکېشن یا (PIE) د 2021-22 کال دپاره په پاکستان کې د سکولونو نه بهر د ماشومانو شمېر په حقله وايي چې دغه شمېر د 22.02 ملینه نه اوس د فکرمندۍ تر حده پورې 26.21 میلینه ته رسېدلی دی.

د پاکستان د تعلیم په حواله د رپوټ تر مخې په هیواد کې له سکولونو نه د بهر د پينځو نه تر 16 کالو عمر لرونکو ماشومانو 39 فیصدي جوړیږي. کار پوهان وایي د دغو ماشومانو د تعلیم وړومبۍ ذمه واري په ریاست ده.

په صوبو کې د سکول نه بهر د ماشومانو شمېر په پنجاب کې تر ټولو زیات یعنې 11 ملینه نه زیات دی، خو د ابادۍ په حساب دغه شرحه بیا په بلوچستان کې ترټولو زیاته یعنې 65 فیصده ماشومان د سکولونو نه بهر دي چې شمېر یې 3.13 میلینه جوړیږي.

دغه شان په خېبر پښتونخوا کې 3.63 ملینه یعنې 30 فیصده ماشومان سکولونو ته نه ځي.

رپورټ وايي په مجموعي توګه د 2016-17 په مقابله کې چې هغه وخت سکولونو ته نه تلونکي ماشومانو شرح 44 فیصده وه، په 2021-22 کې دا 39 فیصده ته راکوزه شوې چې یوه مثبته نخښه ښکاري.

خو په شمېرو کې دا بدلون پر مخ تلل نه بلکې پرشا تلل ښکاري. مطلب دا چې په 2016-17 کې دا شمېر 22.02 ملینه یعني په اسان حساب د دوه کروړه او 20 لکه نه لږ زیات وو، خو په 2021-22 کې دا شمېر دوه کروړه، 62 لکه او 10زره دی.

رپورټ ددې سبب د ملک د ابادۍ زیاتېدونکې شرحه ښيي چې د سکولونو نه بهر ماشومانو د شرحې په مقابله کې د زیاتې تېزۍ سره بره روانه ده.

کار پوهان وایي په کوم رفتار چې د پاکستان آبادۍ زیاتیږي، په هغه رفتار وسیلو کې او بیا په خصوصي ډول د تعلیم څانګه کې اضافه نه کیږي، چې له امله یې د هر کال په تیرېدو سکولونو ته نه تلونکي ماشومان سېوا کیږي.

د بلوچستان یو ماشوم له تعلیمه محروم د خښتو جوړولو کار کوي
د بلوچستان یو ماشوم له تعلیمه محروم د خښتو جوړولو کار کوي

خو پوهان د خېبر پښتونخوا په حقله دغه شمېره بیا سمه نه بولي. د وي او اې ډیوه په »هېلو وي او اې» پروګرام کې د خبرو په وخت د بلیو وېنز مشر او د حقونو فعال قمر نسیم وویل، د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام ترمخه په خېبر پښتونخوا کې لږترلږه 4.7 ملینه ماشومان سکولونو ته نه ځي.

هم په دغه پروګرام کې د وفاقي او صوبايي حکومتونو سره د تعلیم په مد کې کارکوونکي او فعال عمر اورکزي وویل، د دې باوجود چې پاکستان د ملګرو ملتونو په شمول د نورو عالمي ادارو سره هم لوظونه کړي خو په موجوده وخت کې هم په پاکستان کې د تعلیم دپاره د ټول ملکي آمدن تش دوه فیصده نه هم لږ بجټ ټاکل کیږي.

عمر اورکزي زیاته کړه موجوده د ناخواندګۍ حالاتو ته په کتو به دا ویل غواړي چې تر څو پاکستان د خپل بجټ تر اته فیصده پورې برخه او لږ تر لږه اووه کاله د تعلیم د بهترۍ دپاره نه وي ټاکلي نو تر هغه د هیڅ بدلون تمه نه شي کېدی.

د ماشومانو د حقونو مبارز عمران ټکر وي او اې ډیوه ته وايي، "چې ماشوم د پنځو کالو نه اوړي، نو هغه ته د سکول اړتیا راځي. د سبق، او زمونږه تعلیمي بجټ ته چې وګورو، مونږ چې د سکولونو شمیرې ته اوګورو، او بیا ورسره د استاذانو د کتابونو او دغو څیزونو ته وګورو. نو هغې کې هاغه شان سیوا والی نه راځي".

د عمران ټکر په خبره، پاکستان کې د تعلیم د 2021 م 2022 م راپور تر مخې دغلته 26.2 میلیونه ماشومان د سکولونو نه بهر دي. چې پکې د خېبر پښتونخوا 3.63 میلیونه ماشومان هم شامل دي. وایي سکول ته نه تلونکي ماشومان د هیواد 39 فیصدي جوړیږي.

ددغه راپور تر مخې اسلام اباد کې سکول ته د نه تلونکو ماشومانو شمیره هیواد کې تر ټولو ټیټه ټیټه ده. او پښتونخوا بیا څلورو واړو صوبو کې په کمه شرحه کې ماشومان د سکول نه بهر دي. چې 30 فیصده جوړیږي.

کارپوهان وایي د وړوکوالي ودونو، د جنسي او جسماني زیاتي او مزدورۍ نه د ماشومانو د ژغورنې تر ټولو ښه طریقه دوي سکولو کې داخلول دي.

په پښتونخوا کې د ماشومانو د ساتنې او خېرښېګړې ادارې (چایلډ پروټیکشن اینډ ویلفیر کمیشن) ډایریکټر اعجاز محمد خان وايي، د دوی کوشش دا وي چې په کوڅو کې ګرځېدونکي، خېرات غوښتونکي یا یتیمان ماشومان په لومړي سر کې په سکولونو کې داخل شي:

"که مونږ عام حالت کې ګورو دا له مختلفو زاويو چې هغه مختلف تشدد دی، د هغوی ځورونې دي یا د چایلډ لیبر (ماشومانو د مزدورۍ) مسلې دي، یو غټ حل دا دی چې مونږه څنګه د زيات نه زياتو ماشومان په سکولونو کې داخله يقيني کړو".

اعجاز محمد خان زیاتوي د ماشومانو د حقونو خوندي ساتلو لړ کې پښتونخوا کې د نورو صوبو په نسبت زیات کار شوی، او وایي 19 ضلعو کې د ماشومانو د حقونو کمیټۍ جوړې شوې دي. چرته چې ماشومانو ته ویړیا قانوني تحفظ ورکړی کیږي او ټولنې کې د یونیسف تر څنګ د نورو نړیوالو ادارو په مرسته د ماشومانو د حقونو پحقله پوهه بیدارولی شي.

پوهان وایي د سکول نه د بهر ماشومانو سکول کې د داخلولو وړومبۍ فریضه د ریاست ده.

عمران ټکر وايي، "غېر دولتي ادارې چري هم، په دنیا کې په یو ملک کې هم، هغه د ریاست نعم البدل نشي کیدی. او دا اولین او آخرین زمه داري چې کومه ده. نو دا د ریاست ده. او ترڅو پورې چې د تعلیم خبره ده. نو دې نه خو مونږ مخ نشو اړولی. ځکه چې دا آیيني بنیادي حق دی".

د پاکستان د 1973 م آيین 25A تر مخې د ریاست ذمه واري ده چې د هیواد هر د پينځو نه تر 16 کالو عمر لرونکي ماشوم ته د ویړیا، معیاري او لازمي تعلیم بندوبست وکړي. خو تر دې دمه هیڅ کوم حکومت د آيین په دغه مادې عمل نه دی کړی.

  • 16x9 Image

    ثمینه احسن

    ثمینه احسن د خېبرپښتونخوا د پېښور یونیورسټۍ نه په جرنلزم او ماس کمیونیکېشن سره سره په پولیټیکل ساینس کې هم سبق وېلی. هغه د 2009 راهسې د ډیوه سره د خبریالې په توګه کار کۍ. ثمینه احسن د دی نه وړاندې د PACT  په نوم د پاکستان او افغانستان دپاره د یوه رېډیو پراجېکټ، د پېښور رېډیو سټېشن، او FM سټېشنونو سره هم کار کړی. هغه د ښځو او جینکو، ماحولیاتو، سیاست، او په نورو ډېرو موضوعاتو لیکل او ویډیو رپورټونه جوړۍ. تاسو ورسره دلته ملګري کېدی شۍ.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG