واشنګټن – د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان ویلي، چې ده او ایراني سیال یې ابراهیم ریسي د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یوې لیدنه کې په دې موافقه وکړه چې له هغو اقداماتو باید مخنیوي وکړي چې د منځني ختیځ ثبات ګواښي.
ترکیه د اسرایلو او فلسطینیانو د لسیزو شخړې حل په دوو دولتونو یا ټو ستېټ سلوشن کې ویني.
ترکیې په غزه باندې د اسرایلو بریدونه په سختو ټکو غندلې دي او ژر تر ژره یې د یوه اوربند غوښتنه کړې.
ترکیې د هغو حقوقي ګامونو ملاتړ هم کړی چې اسرایل دې د ټول وژنې یا قتل عام په ترسره کولو کې محاکمه شي.
د ناټو غړی هېواد ترکیه د خپلو لویدیځو متحدینو او ځینو عرب هېوادونو په څېر حماس چې د اکټوبر په اومه نېټه یې په اسرایلو باندې برید وکړ یوه ترهګره ډله نه بولي.
ایران بیا د حماس په ګډون په سیمه کې شعیه مسلمانو ډلو ته د مقاومت ډلې نوم ورکړی څوک چې په سیمه کې په پوځي توګه د اسرایلو او لویدیځو متحدینو مخالفت کړی.
اردوان په انقره کې له ریسي سره تر لیدنې وروسته یوې خبري غونډې ته وویل، چې دواړو مشرانو په غزې باندې د اسرایلو د "غیر انساني" بریدونو په پای ته رسولو باندې خبرې وکړې او په دې چې په سیمه کې یو مناسبه او دوامداره سوله راشي.
هغه وویل، "مونږ په دې موافقه وکړه چې د هغو ګامونو له پورته کولو څخه باید ډډه وکړو چې زمونږ د سیمې امنیت او ثبات نور هم ګواښي."
هغه زیاته کړه، دواړو ګاونډیانو په دې هم موافقه وکړه چې یو د بل له پولو څخه د تېرېدونکو ترهګریزو ګواښونو پرضد به په خپلو کې همکاري کوي.
د شخړې د پراخېدو په برخه کې امریکا او برتانوي ځواکونو په دې میاشت کې په یمن کې د ایران پلوو هوثي یاغیانو پرضد په سره بحیره کې د په کښتیو باندې د هغوی د بریدونو په غبرګون کې بریدونه وکړل.
اردوان دغه بریدونه د ځواک د نامتناسب استعمال نوم ورکړ.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هکان فېدان هم تېره اونۍ ویلي و چې هغه د خپل ایراني او پاکستاني سیالانو سره وروسته له هاغې خبرې کړې وې کله چې د یو او بله له خاورې په یو او بل بریدونه وشول.
که څه هم ترکیه د اسرایلو پرضد سخته ژبه کاروي خو له اسرایلو سره یې خپلې تجارتي اړیکې ساتلې دي چې له امله یې د هېواد دننه او په ایران کې له نیوکو سره مخ شوی.
Forum