لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: وسله والو د ټيلي کام کمپنۍ پینځه مزدوران تښتولي دي


امنیتي چارواکي وایي د بلوچستان د کیچ ضلعې د ناکراره سیمې هوشاب څخه د ټیلي کام کمپنۍ د ستنې یا ټاور لګولو پینځه مزدوران نامعلومه وسله والو تښتولي دي.

د پاکستان بیلابیلو رسنیو د لیویز چارواکو له خولې ویلي چې دا پېښه د هوشاب په ډنډار نومې کلي کې تېره ورځ هغه مهال مخې ته راغلې ده چې دغه مزدوران د سرکاري ټيلي کام کمپنۍ د یوې نوې ستنې یا ټاور په لګولو بوخت وؤ.

چارواکي وایي د تښتول شوؤ ټولو مزدورانو تعلق د پنجاب صوبې سره دی اؤ هغوي پرته له کوم امنیت نیونې دغه سیمې ته د کار کولو لپاره ورغلي وؤ.

په سمدستي توګه چا د دغو مزدورانو د تښتولو ذمه واري پغاړه نه ده اخستې خو رسنۍ وایي چې د کیچ د مرستیال کمشنر په وینا سیمې ته د لیویز ځواک یوه ډله ډله استول شوې ده اؤ هغوي د تښتول شوؤ مزدورانو د راخلاصولو په موخه عملیات پېل کړي دي.

د بلوچستان بیلابیلو سیمو نه وخت په وخت له پنجاب سره د تړاؤ لرونکو مزدورانو د وژنو اؤ تښتونو رپورټونه مخې ته راځي اؤ د دغو پېښو زیاتره ذمه واري هغه بلوڅ بېلتون خوښې وسله والې ډلې پغاړه اخلي چې د پاکستان تر ټولو ستره صوبه پنجاب د بلوچستان په قدرتي وسیلو تروړلو تورنوي .

تېرکال د ستمبر مياشتې په ٩مه نېټه د ډيره بګټي له سویي سيمې څخه ١٥ کلوميټره لرې کوچي کانال ته څېرمه د لوندو ناله په نوم سیمې څخه د فوټبال شپږ لوبغاړي هم د وسله والو لخوا تښتول شوي وؤ چې ذمه واري یې د بلوڅ لیبریشن ټایګرز (BLT) په نوم یوې نوې وسله والې ډلې پغاړه اخستې وه.

خو دغه تښتول شوي لوبغاړي بیا د اکتوبر تر میاشتې پړاؤ په پړاؤ پرېښودل شوي وؤ.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG