پولیس چارواکي وایي د پښتونخوا قبایلي ضلعه خېبر کې یو پړانګ وروسته له هغې د سیمې خلکو وژلی دی چې دغه پړانګ په ابادۍ حمله وکړه اؤ یو ماشوم یې وداړلو.
پولیس سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د خېبر په لرې پرته سیمه شلوبر کې رامنځته شوې ده.
د پولیسو په وینا د پړانګ حمله کې یو ماشوم ژوبل شوی دی چې هغه د علاج لپاره هسپتال ته رسول شوی دی اؤ هلته یې حالت له خطرې بهر ښودل کیږي.
پولیس وایي د پړانګ له حملې وروسته د کلي خلک وسلو په لاس په پړانګ پسې راوتلي اؤ په هغه یې ډزې کړي چې په دغو ډزو کې پړانګ مړ شوی دی.
تر دې وړاندې پروسکال هم د فرورۍ په میاشت کې د خېبر په تیراه سیمه کې د نایاب نسل دوه پړانګان د کلي خلکو وژلي وؤ.
په هغه مهال د وژل شوؤ پړانګانو ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو هم خپرې شوې وې اؤ په یوه خپره شوې ویډیو کې اوریدل کیدل چې یو تن وایي دې پړانګانو څلور بېزې، یوه غوا اؤ نور څاروي مات کړي اؤ چې د کلي خلک یې په ژوندي نیولو ونه توانېدل نو وئ وژل.
په هغه مهال د خېبر ډویژن د ځنګلي ژوند د محکمې یو افسر عبدالحلیم رسنیو ته ویلي وؤ چې د وژل شوؤ پړانګانو عمرونه ډیر کم دي اؤ په ظاهره داسې نه بریښي چې ګنې دوئ به په څاروؤ د حملې جوګه وي.
هغه ویلي وؤ د دې پړانګانو په وژنه کې ککړ تن نیول شوی اؤ پرضد به یې د قانون مطابق ګامونه اخستل کیږي.
د عبدالحلیم په وینا، ځنګلونو ډير په چټکتیا سره په ختمیدو دي اؤ انسانانو د ځناورو د استوګنو سیمې ته خپله استوګنه ور وړې ده نو په داسې حال کې به خامخا ځناور د انسانانو ابادۍ ته مخه کوي.
عبدالحلیم ویلي وؤ چې که کله دا ځناور د ابادۍ منځ ته ورځي نو د وژلو پځائ یې ضروري ده چې خلک پرې د اړونده محکمې چارواکي خبر کړي.
د خيبر پښتونخوا د ځنګلي ژوند د حفاظت د ادارې چيف کنزرويټر ډاکټر محسن فاروق په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ چې پړانګ خپل قدرتي د استوګنې ځايونه لري چې دغه په غرونو او دنګو ځايونو کې وي خو اوس انساني ابادي هم دومره زياته شوې چه د اوسيدو دپاره دغه غرونو کې ودانۍ کوي هم دا وجه ده چې د پړانګانو له خوا انساني ابادۍ ته د زيانونو رسیدلو پېښې رامنځته کیږي.
ماهران وايي ، يو خوا چې انساني ابادۍ دپاره پړانګ خطر جوړشوی نو بل لوري ته د انسانانو ابادي دغه غرونو ته رسيدل د ځنګلي ژوند په هکله د قدرت د ټاکلو اصولو پرضد او د دغه انسانانو او د ځنګل دځناورو تر منځه د جګرې سوب جوړ شوی.
Forum