لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه په فرورۍ کې بیا په دوحه کې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کوي


د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ویاند وايي ټاکل شوې ده د فرورۍ میاشتې پر 18 او 19 د قطر په سر ښار دوحه کې د افغانستان په اړه دویمه مشاورتي غونډه جوړه شي، طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ویاند سټیفن ډوجاریک د جنورۍ پر 24مه په نیویارک کې خبري غونډې ته وویل چې په دوحه کې جوړېدونکې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو او د افغانستان لپاره د یو شمېر هیوادونو ځانګړي استازي برخه واخلي:

"ددې غونډې هدف دا دی چې څنګه د افغانستان په اړه د ازادې ارزونې سپارښتنو ته پاملرنه وشي او د زیاتې نړیوالې ښکېلتیا د لا همږغه کېدو او منظم کېدو په اړه بحث وشي".

د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ویاند د غونډې په اړه نور تفصیل نه دی ورکړی، خو وایي د غونډې د جوړېدو په اړه کار لا روان دی.

که څه هم پر افغانستان واکمن طالبان په قطر کې خپل دفتر او استازي‌ لري، خو تر لا تر اوسه دا څرګنده نه ده چې غونډې ته به د طالبانو او د ښځو استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شي او که نه.

د ملګرو ملتونو له خوا د تېر 2023م کال د مې میاشتې په سر کې په لومړۍ مشاورتي غونډه کې د طالبانو د حکومت استازو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

د دوحې په هغه غونډه کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو، ټولشموله حکومت جوړېدل، ترهګرۍ او نشه يي توکو په خلاف د مبارزې په اړوند مسلو خبرې شوې وې.

د طالبانو حکومت د دې راتلونکې غونډې په اړه هم لا تر اوسه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویلي، چې د افغانستان د ستونځو د حل لپاره چې هر ډول غونډې په بهر کې کېږي دوی یې ملاتړ کوي.

د بشري حقونو د څار تنظیم د ښځو د چارو مرستیالې هیدربار په دې غونډه کې د افغان مېرمنو د استازو پر ګډون باندې ټینګار کړی او له ملګروملتونو یې غوښتي چې په دې غونډه کې د هغوی لپاره په پشپړه توګه د ګډون امکانات برابر کړي.

هیدر بار په یو بیان کې ویلي په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ضد بحران له دوو لارو ژوریږي، وایي طالبانو له سپکاوي ډکو سیاستونو ته مخه کړې چې په پرله پسې ډول پکې سختوالی راځي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG