پاکستان په هند تور لګولی چې د درېم هيواد څخه د هند ايجنټان په پاکستان کې وژنې کوي. هند د پاکستان دغه تور رد کړی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو سيکرټري سايرس سجاد قاضي د زیارت په ورځ يوه خبري غونډه کې ويلي، د پاکستان په خاوره د هندي اهلکارو په لاس د پاکستانيانو د وژنو کره ثبوتونه لري.
هند دغه تور په کلکه رد کړی، پروپېګنډا او بد نيتي يې ورته ویلي دي.
پاکستان په داسې وخت کې دا تور لګولی چې په وروستيو کې کېنېډا او امريکې هم په هند دغه ډول تورونه لګولي چې ايجنټان یې په دغو ملکونو کې په وژنو کې ککړ وو.
سايرس سجاد قاضي ويلي، د هند يو ايجنټ يوګېش کمار د پاکستان په سيالکوټ ښار کې د شاهد لطيف نومې تن او بل هندي ايجنټ اوکېش کمار د پاکستان د کنټرول لاندې کشمير په راولاکوټ کې د محمد ریاض په وژنه کې ککړ وو.
د نوموړي په خبره، يوګېش کمار د هند د راجستان اوسېدونکی او اشوک کمار د کرناټک په کوليه کلي کې زېږېدلی، د پاکستان دفتر خارجه د دواړو تفصيلات هم جاري کړي او ويلي يې دي، دغو کسانو په پاکستان کې قاتلان ګمارلي او پاکستانيان یې پرې وژلي دي.
هغه ويلي، د پاکستان سره د دغو کسانودستاويزي، د رابطو، پېسو لېږلو او فرانزک شواهد موجود دي چې دوی په درېم ملک کې ناست دي او پاکستان کې وژنې کوي.
هند دغه تورونه رد کړي او د بهرنيو چارو د وزارت وياند یې رندهير جېسوال په اېکس (پخواني ټويټر) پوسټ کې ويلي، د پاکستان د بهرنيو چارو د سیکرټري ځينې څرګندونې یې په مطبوعاتو ليدلي دي، خو دا د هند مخالفه د پاکستان د پروپېګنډې تازه هڅه ده.
هغه ويلي، نړۍ خبر ده چې پاکستان د اوږدې مودې نه په دنيا کې د ترهګري، منظمه جرمونو او غېرقانونه نړیوالو هلوځلو مرکز پاتې دی.
د هند دبهرنيو چارو د وزارت وياند زياته کړې، هند او څو نورو ملکونو پاکستان ته په ښکاره خبرداری ورکړی چې د خپل تشدد او ترهګر کلچر له امله به په خپله تاواني کيږي، چې څه یې کرلي هغه به ريبي.
د رپورټونو ترمخه د تېر کال په ستمبر کې په راولاکوټ کې محمد رياض نومې تن د جومات نه بهر په ډزو ويشتل شوی، او د اکتوبر په میاشت کې شاهد لطيف نومې تن هم په سيالکوټ کې په ډزو وژل شوی وو.
د رويټرز ترمخه، محمد رياض چې د ابوقاسم کشميري په نوم ياد وو، هغه د هند د کنټرول لاندې کشميرکې په جهادي هلو ځلو کې ککړ وو او هند ته مطلوب وو.
دغه ډول مولانا شاهد لطيف د لاقانونه ګرځول شوې ډلې جېش محمد فعال وو او په مينځني پنجاب کې د کمانډر په نوم ياد وو، د هند د مطبوعاتو ترمخه هغه د هند پلټنيزې ادارې ته مطلوب او د پټان کوټ د حملې مرکزي کردار ګڼل کېدو.
هند له دې وړاندې هم د پاکستان دغه ډول تورونه رد کړي او په پاکستان تور لګوي د هند د ولقې لاندې کشمير کې وسله والو فعاليتونو ته وده ورکوي، خو پاکستان دغه تورونه ردوي.
Forum