لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو پښتون شاعر او د مینې مجلې اېډېتر عزت الله ځواب نیولی دی


واشنګټن –په افغانستان کې د طالبانو حکومت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ پښتون شاعر او په ختیځ کې د مینې مجلې اېډېتر عزت الله ځواب نیولی دی.

د ښاغلي ځواب د نیول کېدو خبر د هغه کورنۍ په ټولنیزو رسنیو باندې خپور کړی.

دا د طالبانو لخوا په افغانستان کې د ازادو رسنیو او د بیان د ازادۍ په وړاندې د هغوی د روان کمپاین برخه بلل کېږي.

د ځواب د کورنۍ غړي وايي، چې ښاغلی ځواب هغه وخت د طالبانو لخوا نیول شوی چې له کابل څخه ننګرهار ولایت ته په لاره روان و.‌

د ځواب ځامنو عطاالله ځواب او نصرت الله ارمان په ټولنیزو رسنیو باندې لیکلي چې طالبانو دا نه دي‌ ویلي چې هغوی یې پلار ولې نیولی خو د هغه د روغتیا او ژر خوشې کېدو په اړه یې ورته ډاډ ورکړی.

دغو ورونو د ټولنیزو رسنیو له نورو کارونکو څخه غوښتي چې د ځواب د نیول کېدو په اړه پوسټونه دې لېرې کړي.

د فېسبوک ځینو کارونکو له هغوی څخه غوښتي چې تر هغوې دې پوستونه نه لېرې کوي تر څو چې ځواب خوشې کړای شوی نه وي.

طالب چارواکو تر اوسه د دغې نیونې په اړه کوم رسمي بیان نه دی ورکړی یواځې د کورنۍ غړو ته یې ویلي چې هغه "یوې مسلې سره په تړاو" نیول شوی خو نور تفصیل یې نه دی ورکړی.

ښاغلی ځواب د خپلې تنقیدي شاعرې له امله مشهور دی او د ټولنیزو رسنیو ځینې کارونکي ګومان کوي چې همدا به یې د نیول کېدو دلیل وي.

ځواب د تېر افغان حکومت پر مهال هم د خپلې تنقیدي شاعرۍ له امله نیول شوی او بندی شوی دی.

ځواب په ملایانو، مجاهدینو او په دغه هېواد کې په مفسدو چارواکو باندې په خپلو شعرونو کې نیوکې کوي خو د چا نوم یې نه دی یاد کړی.

ځواب د مینې مجلې اېډېټر هم دی چې د افغانستان په ختیځ کې چاپېږي او په کابل کې یو د کتابونو یو پلورنځی هم لري.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ راهیسې چې په افغانستان کې یې په واک باندې قبضه کړې د افغانستان اساسي قانون ځنډولی او ګن هغه قوانین یې بدل کړي چې په تېرو دوو لسیزو کې پلي شوي وو.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د راپور له مخې، طالبانو یواځې په ۲۰۲۳ کال کې ۶۱ خبریالان نیولي دي.

که څه هم ځینې یې د څو اونیو او میاشتو وروسته خوشې کړای شوي دي خو نور بیا اوږده وخت لپاره بندیان شوي‌ دي.

دغه مرکز په تېر کال کې د خبریالانو پرضد د تاوتریخوالي او وېرولو ۱۶۸ کېسونو خبر ورکړی چې په رسنیو باندې د طالبانو لخوا کلک سانسور په ډاګه کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG