لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 امریکا: پاکستان کې د رایې په اظهار او میډیا بندیزونه د پاکستان د خپلې پالیسۍ پر ضد دي


امریکې پاکستان کې په میډیا اؤ د رایې په اظهار په لګول شوؤ بندیزونو اندېښنه ښکاره کړې ده اؤ ویلي یې دي چې د رایې د اظهار مخې ته بندونه وهل د پاکستان د خپلې پالیسۍ په ضد دي.

د امریکې د خارجه وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټيل رسینو ته د اوونیز احوال ورکولو په مهال پاکستان کې د جمهوري نظام په وده اؤ د میډیا د ازادۍ په ارزښت ټینګار کړی دی.

هغه وویل امریکا به پاکستان کې د ټولټاکنو اؤ د جمهوري نظام ملاتړ ته دوام ورکوي.

ویدانت پټيل وویل د پاکستان د راتلونکي قیادت یا مشرتابه پرېکړه به پخپله د پاکستان ولس کوي اؤ د امریکا خوښي د پاکستان دننه جمهوري عمل کې ده.

د ویاند په خبره ، مونږ دا ګڼو چې ازاده اؤ خپلواکه میډیا د جمهوریت لپاره ډيره زیاته ضروري ده، د ابلاغ ذریعې د رایې ورکوونکو باخبره ساتلو اؤ د حکومت په جوابده ساتلو کې کومک کوي.

د پاکستان اؤ ایران ترمنځ په دې وروستیو کې د پیدا شوي تاوتریخوالي په اړه د بهرنیو چارو د محکمې مرستیال ویاند وویل ایران سیمه کې جارحانه یا د تیري ګامونه اخلي اؤ موږ د ایران په معامله پاکستان چارواکو سره په تماس کې یو.

د پاکستان او ایران تعلقات وروسته له هغې د تاوتریخوالي ښکار شوي وؤ چې ایران تېره هفته وویل ځواکونو يې د پاکستان په پنجګور سیمه کې د جېش العدل نومې وسله والې ډلې دوه مرکزونه په ډرون او مزایلو وويشتل.

پاکستان د ایران د حملې غندنه وکړه او ویې وېل په حمله کې دوه ماشومان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ملکي کسان زخمیان شوي دي.

د ایراني حملې نه یوه ورځ وروسته، پاکستان اعلان وکړو چې ایران نه خپل سفیر ستنوي او په اسلام اباد کې ایراني سفیر ته یې ملک نه د وتلو امر کړی ؤ.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ پاکستان وویل په "مرګ برسرمچار" عملیاتو کې یې د ایران په خاوره د ترهګرو پټن ځایونه وېشتلي دي. ایران وویل د پاکستان په حملو کې نهه غېر ملکیان وژل شوي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي.

د ایران او پاکستان ترمنځ په شخړې راپورته کېدو په نړیواله کچه د تشویش اظهار شوی و او د دواړو ملکونو نه غوښتنه شوې وه چې د زغم نه کار واخلي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG