د انصاف نړیوال عدالت نن د جنوبي افریقا له خوا د هغې مقدمې په اړه پرېکړه واوروله چې پکې پر اسرایل باندې د فلسطینیانو د "نسل وژنې" تور پورې شوی او اسرایل ته یې امر وکړ، چې په غزه کې د خلکو د وژنې او تباهۍ مخه ونیسي.
عدالت د جنوبي افریقې په غوښتنه په غزه کې د ډزبندۍ امر ونه کړ، خو د خلکو د وژنو د مخنیوي په اړه پرېکړه به یې اسرایل عملي کړي که نه دا لا نه ده معلومه، خو د ملګرو ملتونو دا عدالت دا صلاحیت نه لري چې د خپلې پرېکړې د عملي کولو لپاره اقدام وکړي.
دغه پرېکړه نن د هالېنډ په هېګ ښار کې په ځايي وخت شاوخوا یوه بجه د انصاف د نړیوال عدالت مشرې جوان اي ډونوګو واوروله چې د عدالت د 17 قاضیانو یوه پېنل په ګډه لیکلې وه. هغې وویل:
"عدالت ښه خبر دی چې په سیمه کې د انساني غمیزې کچه څه ده، او په دوامداره توګه د خلکو په مرګونو او انساني کړاوونو باندې ژوره اندیښنه لري".
دا پرېکړه د جنوبي افریقې د مقدمې په لومړیو مرحلو کې راځي او په دې کې تور پورې شوی چې په غزه کې د حماس خلاف جګړه کې د اسرایلي پوځ اقدام "نسل وژنه" ده، خو اسرایل دا تورونه په کلکه رد کړي او له عدالته یې غوښتي دا مقدمه دې منسوخ کړي.
دغه مقدمه په عدالت کې ورو پر مخ ځي او کېدای شي کلونه وخت واخلي، ځکه نو جنوبي افریقا له قاضیانو غوښتي "د زیاتې بیړنۍ مسلې په توګه" دې په غزه کې د فلسطینیانو د ساتنې لپاره لنډمهاله اقدامات عملي کړي.
د اسرایل د حکومت ویاند ایلون لېوي د پنجشنبې- زیارت په ورځ ویلي، اسرایل تمه لري چې عدالت به دا مقدمه ختم کړي. هغه ویلي، "موږ تمه لرو چې د انصاف نړیوال عدالت به دا جعلي او درواغجن تورونه وغورځوي".
د جنوبي افریقې د غوښتنو د فهرست په سر کې له عدالته غوښتل شوي دي اسرایل ته دې امر وکړي چې "په سمدستي توګه په غزه کې خپل پوځي عملیات وځنډوي."
یو اسرایلي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، د اسرایل وزیراعظم بنیامن نتنیاهو د عدالت تر پرېکړې مخکې پرون د قانوني، سفارتي او امنیتي چارواکو غونډه رابللې.
دغه چارواکي وویل اسرایل په خپله مقدمه کې ډاډه دی خو وایي د "ټولو منظرنامو" په اړه بحث کوي. د اسرایل د جګړې کابینې هم د پنجشنبې- زیارت په ورځ ناوخت په دې اړه غونډه کړې ده.
د هالېنډ د ایمسټرډېم پوهنتون د نړیوال قانون استاده ماریکي ډي هون وايي، تمه نه کوي چې د انصاف نړیوال عدالت دې دا مقدمه دومره ژر یعنې نن د جمعې په ورځ حل کړي، ځکه چې وایي د جنوبي افریقې قانوني خنډ باید د مقدمې په دې لومړنۍ مرحله کې روښانه شي:
"پوښتنه د نسل وژنې ترسره کول نه بلکې دا ده، چې ایا ممکنه ده چې د نسل وژنې داسې کوم خطر موجود وو چې د مخنیوي ذمه واري یې د اسرایل پر غاړه واچول شي؟"
د قانوني چارو دغه کارپوهه تمه نه کوي چې د انصاف نړیوال عدالت دې په سمدستي توګه په غزه پټۍ کې د اسرایل د پوځي عملیاتو د درولو پرېکړه وکړي، هغه وایي، "فکر کوم کېدای شي عدالت د بشپړې ډزبندۍ له حکم کولو ډډه وکړي او ښايي دا کار له خپلو صلاحیتونو بهر وګڼي."
د انصاف نړیوال عدالت لنډمهالې پرېکړې په نړیواله کچه د عملي کېدو قانوني وړتیا لري خو لا نه ده معلومه چې اسرایل به د عدالت ممکنه حکم ته غاړه کښېږدي که نه.
د یورپي اتحاد د بهرنۍ تګلارې ویاند پیټر سټېنو وویل، د 27 هېوادونو د دې اتحاد دریځ روښانه دی، "موږ د نړیوال عدالت درناوی کوو او په دې نظر یو چې د نړیوال عدالت پرېکړو ته باید درناوی وشي، دا د ملګرو ملتونو تر ټولو ستره عدالت دی."
اسرایل پر غزې پټۍ خپل پراخ هوايي او مځکني بریدونه د تېر کال د اکتوبر پر اوومه پر اسرایل د حماس تر بریدونو وروسته پیل کړی چې په پکې د اسرایلي چارواکو په وینا شاوخوا 1200 کسان ووژل شول او شاوخوا 240 نور یرغمل شول.
په غزه کې د روغتیا وزارت وايي، د اسرایل په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر 26000 تنو ته رسېدلی دی چې وایي اکثره یې ښځې او ماشومان دي او د ټپیانو شمېر 64000 ته رسېدلی دی.
د اسرایل پوځ دعوه کوي چې په غزه کې د دوی په عملیاتو کې لږ تر لږه 9000 وژل شوي کسان د حماس ډلې وسلوال دي.
Forum