لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر علوي: ډنډه د هرې ستونزې حل نه دی، د انټرنیټ په تړلو مسلې نه هواریږي


په پاکستان کې د یو سیاسي ګوند تحریک انصاف د آنلاین غونډو په مهال د انټرنیټي خدماتو د پرله پسې تړل کېدو نه وروسته ددغه هیواد صدر عارف علوي ویلي چې ډنډه یا کوتک د هرې ستونزې هواری نه دی اؤ د انټرنیټ اؤ یوټیوب په تړلو سره به ستونزه هواره نه شي.

عارف علوي د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف د تېر حکومت په مهال د پاکستان صدر جوړ شوی وو او د هغه حکومت په مهال هم د پښتنو د حقونو د تحریک پښتون ژغورنې غورځنګ د اکثرو لویو ولسي غونډو او احتجاجونو په وخت حکومت انټرنیټ بنداوه.

د انټرنيت د ازادۍ لپاره کا کوونکي فعالان وايي په پاکستان کې چې کله هم د تحريک انصاف ګوند آنلاېن غونډې کېږي نو د انټرنيت نظام ګډوډ شي. او داسې ښکاري چې یواځې ددغه ګوند سياسي کمپاين په نخښه کېږي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند تېره ورځ ویلي وو په پاکستان کې ددغه ګوند وېبپاڼه تړل شوې ده خو پاکستاني چارواکو د پي ټي آي دغه خبرې ته په رسمي ډول غبرګون نه دی ویلی.

د خالي یا شنبې په ورځ کراچۍ پوهنتون کې د سندونو د وېش دستورې ته خپله وینا کې د هیواد صدر ښاغلي علوي هم د انټرنیټ د بندیدو په ستونزه خبرې کړي اؤ ویلي یې دي چې د انټرنیټ یا یوټیوب په تړلو سره ستونزې نه هواریږي.

صدر مملکت ویلي چې دا مهال نړۍ کې ساینس اؤ ټیکنالوجي پرمخ تللې ده خو خو انسان د زوال سره مخ شوی دی.

هغه ویلي نړۍ کې یوازې په علم ترلاسه کولو هم ستونزې نه حل کیږي بلکې په نړۍ کې لوستو خلکو تر ټولو زیاتظلمونه کړي ځکه نو مونږ ویلی شو چې تعلیم د تربیې اساس نه دی.

د تېر دسمبر مياشتې راهيسې څو ځله داسې شوي چې پاکستان کې په ځانګړي ډول د ټولنيزو رسنيو پاڼې سمې کار نه کوي او دغه ډول پېښې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ان لاین غونډو په مهال شوي.

پي ټى آي وايي د انټرنيت د څار ادارو هم دغه خبرونه ورکړي دي.

د ټولنيزو رسنيو فعال هارون بلوچ وي او ای ډیوه ته وایي، دا د پاکستان تحریک انصاف ګوند په بنيادي حق يو قدغن دی او ددې له کبله د هغوي د پرامنه اجتماع، د رایې د اظهار حق متاثره کېږي او هم دا ډول د خلکو اطلاعاتو ته د لاس رسي حق هم د پښو لاندې کېږي.

په تېره موده کې د پي ټى آي د ان لاین جلسو په مهال ملک کې د انټرنيت د ستونزې په اړه د اطلاعاتو نګران وزیر مرتضا سولنګي دا يوه تکتيکي مسله بللې وه.

د کورنیو چارو لپاره د پاکستان د سنېټ د قاېمه کمېټۍ چېرمېن محسن عزیز ویلي چې په دې وروستو کې د هېواد دننه د انټرنيت د بندېدو د علتونو مالومولو لپاره د اړونده محکمو چارواکي به د کمېټې غونډې ته رابلل کېږي.

په پاکستان کې د انټرنيت بندېدو باندې ځاي او نړيوالې ادارې هم نيوکې کوي او د اظهار د ازادۍ پرضد یې بلي.

څېړونکي پوښتنه راولاړوي چې د انټرنيت تکتيکي ستونزه يوازې هغه وخت ولې رامنځ ته کېږي کله چې پي ټى آي په ان لاین بڼه فعاليتونه کوي.

صحافي اسد علي طور ډيوه سره خبرو کې وایي،د پي ټي آی د ويبپاڼې تړل کېدو سره صفا ښکاري چې پاکستان تحریک انصاف ګوند ته نه يوازې په مځکه د انتخابي هلو ځلو برابر موقعې نه ورکول کېږي بلکې په ان لاین بڼه ورته هم ليول پلېنګ فيلډ نه ورکول کېږي.

هغه وایي ددغه ګوند وېبپاڼې تړل کېږي، او دا وخت رياست د يو مقبوله ګوند د انتخاباتو څخه د بهر ساتلو لپاره بېلا بېلې حربې کاروي او له دې وروسته د راتلونکو ټاکنو په روڼوالي به څه باور پاتې نه شي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت انټرنېټي خدمات اؤ د ټولنيزو رسنيو پاڼې بندې کړې شوې دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG