لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: که جګړه لا شدیده شي غزه کې به ملکي‌ نظم ګډوډ شي او د نورو خلکو کډه کېدل به ناورین جوړ کړي


د ملګرو ملتونو یو اعلی چارواکي‌ خبرداری ورکړی که په غزه کې د اسرایل او حماس تر منځ جګړه شدیده شي او نور فلسطینیان د رفح په طرف تېښتې ته مجبور کړي نو ملکي نظم به مات شي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکی وایي پر اسرایل د حماس تر برید مخکې په رفح کې شاوخوا درې لکه کسان وو،‌ خو له جګړې وروسته هلته اوس 1.3 میلینه کسان ور کډه شوي دي.

د نیول شوي فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر مشر اجیت سنګې وایي، "دا ځای ډک دی، نور ځای پکې نه شته، خلک وږي دي، خوراک نه شته، کېدای شي امن ګډوډ شي او ملکي نظم مات شي".

ښاغلی سنګې روانه اوونۍ د غزې له سفره د اردن په عمان ښار کې خپل دفتر ته ستون شو او د جمعې په ورځ یې د ویډیو لینک له لارې خبریالانو ته وویل، په خان یونس کې له خلکو سره ولیدل او پر هغوی د اسرایل سخته بمباري او جګړه روانه ده.

وایي دغه خلک "ناهیلي، غصه او د پوهېدو تر حده محتاط" شوي‌ وو. ښاغلي‌ سنګې وایي په غزه کې "روان حالت ناورین" دی:

"که په خان یونس کې د جګړې حالت همداسې دوام وکړي په کوم شدت یې چې موږ یې وینو، په لکونو بې ځایه شوي خلک به دا محسوسه کړي چې دوی له بیا کډه کېدو پرته بله لاره نه لري."

ښاغلی سنګې وایي‌ خلک به د تېښتې لپاره یواځې یو څو ځایونه ولري. د هغه په وینا، یوې خواته د روم سمندر دی او بلې خوا ته د مصر پوله ده:

"که له خان یونس او نورو ځایونو څخه خلک په لوی شمیر کې هلته ور کډه کېږي نو دا به یو لوی ناورین وي."

د ملګرو ملتونو دغه چارواکی وایي‌ په رفح پوله کې یې هغه بې ځایه شوي خلک ولیدل چې "اسرایلي چارواکو ورته د خپلو کورونو پرېښوولو امر کړی" وو، خو وایي د دوی د استوګنې لپاره هیڅ انتظام نه وو.

اجیت سنګې وایي‌ هلته یې خلک ولیدل چې پر سړک اوسېدل، په کوڅو کې په ناپاکه ځایونو کې یې د ډېرې ناامیدۍ په حالت کې شپې تېرولې، سنګې وایي:

"ما چې له کومو خلکو سره خبرې وکړې هغوی وېره لري چې په رفح کې به سخت تشدد خپور شي او دا به هلته مخکې له مخکې د مېشتو تر 1.3 میلین زیاتو خلکو لپاره له ناورینه ډکې اغیزې ولري."

په غزه کې د حماس د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د اسرایلي ځواکونو په هوایي او مځکنیو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر تر 26000 زیات شوی او 64,400 تنه نور ټپیان شوي دي.

اسرایل پر غزې پټۍ څه باندې درې نیمې میاشتې مخکې هغه وخت بریدونه پیل کړل چې د حماس په مشرۍ د تېر کال د اکتوبر پر اوومه د وسلوالو په بریدونو کې په اسرایل کې څه باندې 1200 تنه ووژل شول او 240 تنه یرغمل کړی شول.

په تېرو درو میاشتو کې په غزه کې روغتونونه او د روغتیا نورې ودانۍ د اسرایل د دفاعي ځواکونو په درنو بمباریو کې سخت زیانمن شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل رپوټ کې ویلي چې په غزه کې له 36 روغتیایي اډاڼو او روغتونونو څخه اوس یواځې 14 په جزوي توګه فعاله دي.

اسرایل په غزه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د زیاتوالي پړه پر حماس اچوي، چې وايي له ملکي خلکو د انساني سپر په توګه کار اخلي او په روغتونونو او ګڼ مېشتو سیمو کې خپل جنګیالي او راکټ لانچرونه ځای پر ځای کوي او سمڅې پکې جوړوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارواکی سنګې وایي، په روغتونونو، سکولونو او پناه ځایونو باندې د اسرایل بریدونو فلسطینیان په پرله پسې ډول کوچنیو سیمو ته بې ځایه کړي دي چې وایي هلته دوی د ژوند د دوام لپاره د اړتیا وړ شیانو ته لاسرسی نه لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG