لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو د پوځ مشر د پاکستان د پوځي مشر جنرل عاصم منير څرګندونې "د سپکاوي ډکې بللي"


فصیح الدین فطرت، د طالبانو د پوځ سرلښکر
فصیح الدین فطرت، د طالبانو د پوځ سرلښکر

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د پوځ مشر حافظ فصيح الدين فطرت د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير څرګندونې "د سپکاوي ډکې بللې" دي. د پاکستان د پوځ مشر څلور ورځې وړاندې په (۲۴م جنوري) اسلام اباد کې د پوهنتونونو زده کوونکو ته په یوه غونډه کې ویلي وو، "کله چې د هر یو پاکستاني د امنیت او تحفظ خبره راشي نو ټول افغانستان تباه يا رټل کېدای شي".

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د خپل دفاع وزارت په وېب پاڼه خپور کړي خبر کې ويلي، "د افغانستان د پوځ مشر حافظ فصيح الدين فطرت" د پاکستان د پوځي مشر جنرل منير " تورونه بې اساسه ګرځولي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون لري".

نوموړي د پاکستان د پوځي مشر څرګندونو ته "د سپکاوي رويه او د دغه هېواد د چارواکو د نااهلۍ نتيجه ويلې ده".

د طالبانو د دفاع وزارت په وېب پاڼه خپور کړی شوي بيان کې ویل شوي، "ښاغلی منير چې د خپل هېواد د يوه وګړي خوندیتوب د افغانستان د ټولو خلکو له ژوند څخه مهم ګڼي، په حقيقت کې د يوه مسلمان ملت د ارزښتونو سپکاوی دی. په داسې حال کې چې دوی نه شي کولای د خپلو هېوادوالو امنیت تامین کړي او د خپلو نیمګړتیاوو پړه پر نورو ور واچوي".

د طالبانو پوځي مشر ويلي،"د پاکستان خلک باید د خپلو حکومتي چارواکو له لوري د داسې مغرضو نظریو پر وړاندې غبرګون وښيي، چې د دوو ګاونډیو اسلامي هېوادونو ترمنځ د کرکې لامل کیږي"، او زياته کړې یې ده، داسې غېر زمه واره نظرونه ستونزه نه حل کوي بلکې "ښې اړيکې زيانمنوي".

د پاکستان د پوځ او حکومت لخوا د طالبانو د پوځي مشر بيان ته کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.
د پاکستان اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې خبر خپور کړی وو چې جنرل عاصم منير د پاکستان د ختيځ او لوېديځ ګاونډي هېوادونو افغانستان او هند په حواله پاليسي بيان ورکړی وو.

د پاکستان يو جرنلسټ حماد حسن چې په دغه غونډه کې شريک وو، وي او اې ډيوه ته یې ویلي وو، د پوځ مشر د افغانستان او د ايران په حواله هم خبره وکړه، وایي د افغانستان په حواله یې وويل چې پاکستان د څلوېښتو کالو نه د زیاتې مودې راهیسې د افغانانو مېلمستيا وکړه خو ویې ویل چې "مونږ ته مسايل هم دوی پېدا کړي" دي.

د جنرل عاصم منیر له قوله دا خبر مخې ته نه وو راغلی چې نوموړي په دغه وينا کې په افغانستان کې د وسله والو د موجودګۍ يادګېرنه کړې وه.

خو له دې وړاندې پاکستان ويلي، د کله نه چې طالبان په افغانستان واکمن شوي په پاکستان کې ترهګري او ناامني سېوا شوې او د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي.

خو په افغانستان کې واکمن طالبان تل د پاکستان دا تورونه ردوي او وايي د خپل امنیت زمه واري دې په دوی نه ور اچوي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت نه وړاندې به افغان حکومت او امریکې په پاکستان داسې تورونه لګول چې په خپله خاوره یې هغو وسله والو ته ځای ورکړی څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي، خو پاکستان به هم تل دغه تورونه لګول.

د پاکستان او افغانستان په وروستيو کې اړيکې ترينګلې شوي او د دواړو خواوو نه د يو بل ضد تورونو او بیانونو لړۍ دوام لري.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د سرحدونو سرپرست وزير نورالله نوري پرون ويلي، "مونږ د دوی (پاکستان) سره ډيورنډ فرضي کرښه لرو، مونږ د دوی سره کوم رسمي سرحد نه لرو، مونږ د دوی سره خپله صفري نقطه نه لرو، دا زمونږ او دوی په مابېن کې يوه فرضي کرښه ده".

پاکستان د طالبانو د وزير بيان ته سمدستي غبرګون نه دی ویلي، خو له دې وړاندې یې ويلي، د افغانستان سره پولې ته ډېورنډ لاين نه وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ نړیواله پوله يې بولي.

خو افغانستان د پاکستان سره پوله (ډېورنډ) په رسمیت نه مني او تل يې دريځ خپل کړی چې د دغه پولې مسله به د پولې دواړو غاړو ته پراته ولسونه کوي.

پاکستان او افغانستان خواوشا دوه زره او شپږ سوه (۲۶۰۰) کلوميټره (ډېورنډ) پوله لري پاکستان یې نړیوال سرحد او افغانستان یې فرضي کرښه بولي. د ډېورنډ کرښه په کال ۱۸۹۳ کې د برتانيې حکومت او د افغانستان امیر عبدالرحمان خان ترمینځ په یوه معاهده کې راښکل شوې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG