لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکرایني ځواکونه وايي، اته روسي‌ ډرونونه یې غورځولي دي


واشنګټن – اوکراین د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، د هوايي دفاع سیستمونو یې هغه اته ډرونونه ویشتي او غورځولي دي چې روسانو د شپنیو بریدونو لپاره استولي وو.‌

د اوکراین هوايي ځواک ویلي، چې دغه ډرونونه په بېلابېلو سیمو کې له منځه وړل شوي.

دوی وايي، د ډرونونو ترڅنګ روسانو په خپلو بریدونو کې له دریو S-300 توغندیو څخه کار اخېستی.‌

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي د اتوار یا یکشنبې په ورځ ویلي و چې دا ډېره مهمه ده چې "د خپل دفاعي ایتلاف څخه د زیاتو وسلو، ګولیو او ګاډو لېږد ووینو."

د زېلینسکي دغه خبره د ناټو د سرمنشي ینز سټالټنبرګ د هغه خبري وروسته شوې چې که اوکراین هغه مرستې ترلاسه نه کړی چې له روس سره جګړې لپاره ورته اړتیا لري نو امریکا، اروپا او د نړۍ نورې برخې له زیاتو ستونزو سره مخ شي.‌

هغه دا هم وویل، چې داسې اقدام به د نړۍ په نورو برخو کې هم جابر نظام د ځمکې نیولو ته غښتلي کړي.

د ناټو مشر له فاکس نیوز سره په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې پېکنګ په اوکراین باندې د پوتین یرغل ته د ناټو غبرګرون له نېږدې ګوري او زیاته یې کړه، "نن چې اوکراین دی نو سبا به ښايي تایوان وي."

سټالټنبرګ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ناټو د ۲۰۲۴ کال پوځي تمرینونه به چې د دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې تر ټولو ستر بلل کېږي د پېکنګ او ماسکو د رهبرانو لخوا د کوم غبرګون ښودلو سبب نشي وویل، ناټو د جګړې لپاره ده نه د جګړې د پارولو لپاره.

ټآکل شوې ده چې د ناټو په دغو نویو پوځي تمرینونو کې به ۹۰۰۰۰ سرتېري په راتلونکو میاشتو کې په د اروپا په بېلابېلو برخو کې تمرینونه کوي.

دغه ډول په دغو تمرینونو کې به ۵۰ سمندري بیړۍ، ۸۰ الوتکې او ۱۱۰۰ جګړیز ګاډي برخه واخلي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG