د پاکستان په بلوچستان صوبه کې بېلتون پاله ډلې، بلوچ لېبرېشن آرمي - بي اېل اې- د "آپرېشن دره بولان" په نوم د خپلو تازه حملو د پیل اعلان کړی او په مچهـ بولان او شاوخوا سیمو کې یې د ځایي خلکو نه غوښتي دي چې په خپلو کورونو کې پاته شي او شاهراوو باندې دې سفر نکوي.
د دې حملو د پیل نه پس، د مچهـ یو پولیس چارواکي د یو پولیس عسکر د وژل کیدو او د مچهـ د یو اوسېدونکي د ټپي کېدو تصدیق کړی دی.
همدا راز رپوټونه وایي چې په مستونګ کې د نواب غوت بخش رئیساني هسپتال ته هم یو وګړی زخمي، او یو مړ ماشوم رسول شوي دي. په نوموړي هسپتال کې بېړنی حالت لګولی شوی دی.
د صوبائي صحت محکمې د مشر عبدالله خان په امر د مچهـ په شمول د کوټې په ټولو هسپتالونو او ټراما سنټرونو کې هم بیړنی حالت لګول شوی دی.
د بلوچستان د صوبائي حکومت ترجمان، جان اڅکزي دعوه کړې ده چې حکومتي عسکرو په مچهـ کې درې حملې په شا تمبولي دي.
جان اڅکزي ویلي دي چې دا حملې "د اسلم اچو ډلې سره متعلقو ترهګرو" ترسره کړې دي. د جان اڅکزي وینا ده: "له ښه قسمته، هېڅ کومو تنصیباتو ته نقصان ندی رسېدلی، او زمونږ امنیتي ځواکونو کې هېڅ ځاني زیان نشته. ترهګر اوس په شا شوي، او زمونږ امنیتي قواوې اوسمهال د هغو لټون کوي. امید لرو چې ټولې خطرې به، د خدای په فضل، د سهار د رسېدو نه وړاندې ختمې شي."
بلوچ لېبرېشن آرمي (بي اېل اې) یوه ناقانونه ګرځول شوې یا کالعدم ډله ګڼل کیږي.
ډيوه د مچ له يوه حکومتي چارواکي سره پر ټيلي فون خبرې کړي چې په هم دې وخت کې د يوه يوه ډز غږ اورېدل کېده خو ياد چارواکي ويلي چې پدې اړه به ورستو خبره کوي.
د پاکستان 24 نيوز ټيلي ويژن په مچ کې د پينځلس راکټونو د غورځيدو خبر ورکړی او وایي چې کورونو او ودانيو ته زيان رسېدلی، خو کوم ځاني زيان ندی رسېدلی.د دې رپورټونو په ازاده توګه تصديق ندی شوی.
د دې رپوټ معلومات، له بلوچستان څخه د وي او اې خبریال حفیظ شیراني رالېږلي دي
Forum